د غني او بلېنکېن خبرې؛ د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې ته بیا کتنه کېږي

 

دآزادیراډیو

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ولسمشر ته ویلي، دي چې واشنګټن به د امریکا او طالبانو د سولې موافقې ته بیا کتنه وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکېن وايي، چې له ولسمشر اشرف غني سره په ټلفوني خبرو کې یې له افغانستان سره د متحدوایالتونو د دوامدار مشارکت د ژمنې په اړه بحث کړی.

ښاغلي بلېنکېن تېره شپه پر ټویټر ولیکل، چې په دې خبرو کې یې د امریکا دا هیله تکرار کړه چې ټول افغان رهبران د تېرو شلو کلونو د پرمختګونو د خوندي ساتلو ترڅنګ باید د دې فرصت ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس په یوه بیان کې ویلي چې بلېنکېن د افغانستان د سولې له بهیر، هراړخیز او عادلانه سیاسي توافق او داسې دایمي اوربند څخه چې د ټولو افغانانو ګټې پکې خوندي وي، د امریکا پر غوڅ ډیپلوماتیک ملاتړ ټینګار کړی.

ښاغلي بلېنکېن ویلي، دي چې متحدایالتونه د امریکا او طالبانو موافقې ته ځکه بیا کتنه کوي چې آیا طالبان له تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د افغانستان له دولت او نورو ښکېلو اړخونو سره د بامفهمومه خبرو ژمنې عملي کوي که نه.
په همدې حال کې د شېرمحمدعباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي پرون- پنجشنبې په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر قبولوف سره وکتل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم آزادۍ راډیو ته وویل، چې په دې کتنه کې د بین الافغاني خبرو پر روان وضعیت او د دوحې د تړون پر پوره تطبیق خبرې وشوې.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د دې ډلې یو بل پلاوی د چارشنبې په ورځ د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي علي شمخاني او نورو چارواکو سره په تهران کې ولیدل.

خو طالبان دا سفرونه د کوم هدف لپاره کوي؟

د سیاسي چارو شنونکی او د برلین د پوهنتون استاد اسحق اتمر وايي، طالبان په قطر کې د روانو خبرو د احتمالي درېدو په صورت کې د سیمې د هېوادونو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

اتمر وویل: “که د قطر مذاکرات کړکېچن شي یا ودرېږي، نو بیا طالبان امریکا ته ویلای شي چې په سیمه کې نور هېوادونه شته چې له موږ سره به مرسته وکړي. همداراز روسیې ته د دوی سفر هم تقریباً همداسې یو هدف لري.”

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي، چې د سولې په خبرو کې د همغږۍ نشتوالی دا پروسه زیانمنولای شي.

نصرالله ستانکزی
نصرالله ستانکزی
ستانکزي زياته کړه: “متاسفانه له پیله د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان د سولې په مسئله کې همغږي نه شته او دا نه همغږي د افغانستان د سولې پروسه زیانمنوي.”

له بلې خوا د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پرون وویل چې د سیمې او نړۍ هېوادونه سولې ته د رسېدو او د جګړې د ختمولو په برخه کې د افغان حکومت د دریځ او هڅو ملاتړ کوي.

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله.
د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله.
په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو له دوهمې مرحلې څخه څه باندې درې اونۍ تېرې شوې دي خو په دې خبرو کې هېڅ راز پرمختګ نه ښکاري ځکه د دواړو خواوو پلاوو له څو ورځو راهیسې نه دي سره کتلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.