د طالبانو یو پلاوی له دوحې پاکستان ته تللی
تاند(پنج شنبه، د ثور ۲) د طالبانو یو پلاوی د سولې د خبرو او استانبول کنفرانس په اړه د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللی دی.
طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي د مشر مولوي عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی دی او دغه پلاوی به د طالبانو د رهبرۍ له شورا سره ګوري.
سرچینه زیاتوي چې دغه پلاوی به د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ راتلو، سولې روان بهیر او استانبول کنفرانس په اړه له خپلو مشرانو سره خبرې کوي.
دوی غواړي پر دې بحث وکړي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ له راتګ سره هممهاله دوی مذاکراتو ته ادامه ورکولی شي او کنه کومه بله لار خپله کړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په ترکیه کې د سولې پر راتلونکي کنفرانس خبرې وکړي.
د افغانستان د سولې په تړاو پاکستان ته د امریکا خبرداری
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په دوحه کې له افغان لوریو او نړیوالو همکارانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیاوړتیا لپاره د یوې مناسبې لارې پر موندلو سلا مشورې کړې دي.
د یونما د مالوماتو له مخې، په دې خبرو کې ټینګار شوی دی چې د افغان سولې خبرو اترو د ملاتړ په تړاو به هیڅ ډول ځنډ نه رامنځ ته کیږي، ملګري ملتونه به د افغان دولت او طالبانو له استازو سره خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکړي تر څو د سولې پر هڅو او یو تلپاتې او عادلانه ټیکاو خپل تمرکز وساتلی شي.
سرچینه زیاتوي چې د استانبول کنفرانس ځنډیدو افغان غاړو ته یو بل فرصت برابر کړ چې د دوحې په روانو خبرو اترو کې پرمختګ وښيي.
نظرات بسته شده است.