د سیاسي اجماع پیاوړتیا؛ ولسمشر له سیاسي او جهادي رهبرانو سره ناسته کړې

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳۰) ولسمشر غني د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي رهبرانو سره مشورتي ناسته کړې ده.

له ولسمشري ماڼۍ څخه په خپرو شوو مالوماتو کې راغلي، د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې د سولې پروسه د افغان دولت لومړیتوب دی او د دې بهیر ټول راتلونکي ګامونه به په تفاهم او اجماع اخیستل کېږي.

په دې ناسته کې دغه راز امریکا ته د ولسمشر غني سفر مهم بلل شوی دی.

د سرچنیې په خبره، ولسمشر غني د واحد صف او د سیاسي اجماع د پیاوړتیا لپاره دغه ډول ناستې مهمې بللې او د دا ډول ناستو د دوام پرېکړه یې کړې ده.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې سپینې ماڼۍ امریکا ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله د ورتګ خبر ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي چې ولسمشر بایډن به د جون ۲۵مه غني او عبدالله ته په سپینې ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایي.

د سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې د افغانستان څخه امریکايي عسکر وځي، د دغو مشرانو سفر به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوامدار مشارکت څرګند کړي.

اعلامیه وړاندې لیکي: «د امریکا متحده ایالتونه د افغان مېرمنو او نجونو په ګډون د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده چې افغانانو ته دپلوماتیکي، اقتصادي او بشري مرستې برابرې کړې.»

اعلامیې همدا راز زیاته کړې، چې امریکا به د افغانستان له حکومت سره ژورې اړیکې ولري چې بیا دا هېواد د ترهګرو ډلو په ځالې بدل نشي او امریکا ته ګواښ پېښ نکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.