د سولې شورا هیله لري چې د افغان او پاکستاني علماوو کتنه به مثبته نتیجه ورکړي

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې د عالي شورا او د دیني عالمانو یو پلاوی د افغان جګړې په اړه د ګډ دریځ د رامنځته کېدو په هدف، له پاکستاني علماو سره د خبرو لپاره پاکستان ته تللی.

د سولې عالي شورا هیله لري چې پاکستان به د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو کې بدلون راوړي او دا ځل به د افغان سولې په اړه له پاکستاني علماو سره د افغان پلاوي کتنه مثبته نتیجه ورکړي.

د دغې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د عالي شورا د مرستیال عطاوالرحمان سلیم په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته تللی او تمه ده چې نن به له پاکستاني علماوو سره وګوري.

د ښاغلي وقاد په خبره، افغان پلاوی به په دغه کتنه کې په افغانستان کې د سولې د خبرو د پیل او همدا راز د جګړې د پای ته رسېدو په موضوعاتو ټینګار وکړي.
ده وویل:

“په دغه کتنه کې زموږ پیغام ډېر واضح دی او هغه دا چې په افغانستان کې د جګړې دوام د هېڅ چا په ګټه نه دی او دواړو هېوادونو ته زیان رسوي، راځئ چې په ګډه جګړه پای ته ورسوو او د سولې خبرې پیل کړو، د پاکستان د نوي حکومت مسؤلیت هم دا دی چې په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په برخه کې رښتینی وي.”

د ښاغلي وقاد په خبره، نړیوالو فشارونو ته په کتو پاکستان باید دا درک کړي چې له ترورېزم څخه ملاتړ د حل لاره نه ده، اوس باید د سولې د خبرو په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو هم ویلي چې پاکستان ته د افغان دیني عالمانو سفر د افغان جګړې په اړه د ګډ دریځ د رامنځته کېدو په هدف کېږي چې هوکړه یې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کې شوې وه.

تر دې وړاندې هم دیني عالمانو په کابل، اندونیزیا او سعودي عربستان کې د افغان جګړې د پای ته رسېدو په هدف ناستې کړې دي.

خو داسې انتقادونه هم مطرح کېږي چې یادو ناستو کومه ګټه نه ده کړې او لاهم پاکستان د افغان سولې په برخه کې رښتینې همکاري نه کوي.

په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمانو په کابل کې د یوې غونډې پرمهال چې د حزب اسلامي له لورې رابلل شوې وه، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د دیني عالمانو پر یووالي او بسیج کېدو ټنګار وکړ.

په دغه ناسته کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د دیني عالمانو یووالی مهم وباله.

نوموړي زیاته کړه:

“په دغه ناسته کې زموږ د هېواد مخورو دیني عالمانو د مهمو مسایلو په اړه برخلیک ټانکونکې پرېکړې وکړې او هغه دا چې دوی به متحد کېږي او همدا راز له کړکېچه د وتلو لپاره یې د یوې درنې ۱۰۰ کیسزې شورا په رامنځته کېدو هم هوکړه وکړه.”

دیني عالم محمد عارف ملکیار بیا وايي، حکومتونه باید علماوو ته په احترام په مهمو مسایلو کې د دوی له اغېزه استفاده وکړي او په کار ده چې په ټولو پروسو کې د دوی حضور نمایشي نه وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.