د سالنګونو لاره به د موټرونو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي

 

تاند(یکشنبه، د جدي ۷) د سالنګونو د ساتنې ریاست وايي، د سالنګونو شمال لورې ته د واورې اوریدو او په جنوب کې د قوي باد لږیدو له کبله به دغه لاره د موټرونو د تګ راتګ پرمخ تړلې وي.

د سالنګونو د ساتنې ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن یکشنبه د مرغومي په ۷ مه کې د سالنګونو په شمال د دوامدارې واورې وریدو او په جنوب کې د قوي باد لږیدو له کبله به دا لوېه لار د ټولو وسایطو پرمخ تړلې وي.

دغه راز دې ریاست زیاته کړه، تر څو چې دا قوي توپان له منځه لاړ نشي او په لاره کې پیدا شوی خطر رفع نشي او د هوا حالات د وسایطو د تګ راتګ لپاره برابر نشي لار به د ترافیکو پرمخ تړلې وي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د سالنګونو ریاست د ډیرې واورې وریدو له وجې د کوچني موټرونو پر مخ تړل شوی وه او لوې موټرونو ته د چینونو تړلو سپارښتنه شوې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.