د روژې له پیله تر دا مهاله تاوتریخوالي ۶۵۰ ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

 

تاند ( شنبه، د ثور ۴) کورنیو چارو وزارت وایي، د روژې مبارکې میاشتې له پیله تر دا مهاله د تاوتریخوالي له کبله شاوخوا ۶۵۰ ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حمید روشن یو خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال ویلي چې وسله والو طالبانو د روژې له پيل سره هم مهاله تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

ښاغلي روشن زیاته کړې چې د روژې په دې دوولسو ورځو کې نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې ډېر شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې په دې ۱۲ ورځو کې تر ۱۵۰ نظامي او ملکي وګړي وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

هغه وايي، په وژل شویو کسانو کې پنځوس هغه یې ملکي وګړي دي چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دغه راز زیاته کړې چې د روژې په مبارکه میاشت کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی په دې مانا دی چې دغه ډله جګړو ته ادامه ورکوي او پر سوله باوري نه ده.

د کورنیو چارو وزارت له لوري د تاوتریخوالي له کبله دا ارقام داسې مهال خپریږي چې همدا نن هم په کابل ښار کې دوو جلا جلا پېښو شپږ کسان ووژل.

ورته مهال د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي وایي، نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د مرکز پل علم اړوند کنجک سیمه کې د ملي اردو پر زغره وال موټر چاودنه شوې، چې له امله یې دری سرتیري وژل شوي.

دغه راز په جلال اباد کې هم د پولیسو پر موټر ماین چاودنه کې دوه تنو پولیسو ژوند بایللی دی.

خو د روان تاوترخوالي او مرګ ژوبلو سربېره بیا د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د وسله والو طالبانو د هر ډول ترهګریزو بریدونو دفع کولو ته امنیتي تیاری نیول شوی او دې برخه کې شته اندېښنې بې ځایه دي.

حیات الله حیات دا څرګندونې نن شنبه/د ثور ۴/ د امنیتي سکټور د رهبرۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال وکړې.

هغه وویل چې دوی د هر ډول ترهګرېزو پېښو د مخنیوي لپاره چمتووالي لري او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې د امنیتي سکتور ترمنځ پیاوړې همغږۍ شته او کولی شي وضعیت مدیریت کړي.

خو دا چې د روان تاوتریخوالي له کبله هره ورځ په هېواد کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو سربېره به وضیعت څه ډول مدیریت کیږي هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.