د بښنې نړیوال سازمان له افغانستانه د خطر لاندې خلکو د‌ ژغورلو ډاډ غواړي

 

تاند( چارشنبه، د ميزان څوارلسمه) د بښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې غوښتي، څو له افغانستان څخه د خطر سره مخامخو کسانو د ويستو او خونديتوب په اړه ډاډ ورکړي.
دا غوښتنه په داسې مهال شوې، چې اروپايي ټولنه د خطر سره مخامخو افغانانو په اړه د يوې غونډې په تدابيرو مصروفه ده.
د‌ بښنې نړیوال سازمان ويلي، چې په دې غونډه کې دې اروپايي ټولنه به افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې يې د خطر سره مخامخو کسانو د‌ ويستو په تړاو ډاډ ورکړي.
دغه سازمان ټينګار کړی، چې اروپايي ټولنه د طالبانو له ګواښونو سره د مخامخو افغانانو د خونديتوب په برخه کې مسوول دي او دا مسووليت بايد ترسره کړي.
د بښنې نړیوال سازمان رئیس ويلي، چې د زرګونه هغه افغان نارينه او ښځينه وو ژوند د اروپايي ټولنې له مسوولانه اقداماتو سره تړلی، چې د بشري حقونو، جنسيتي برابرۍ او افغان اساسي قانون د عملي کیدو لپاره يې مبارزه کړې ده.
په پام کې ده، چې د اروپايي ټولنې ياد شوی کنفرانس سبا د متحده ايالاتو، برتانيې او کاناډا د استازو په ګډون ترسره شي.
اروپايي ټولنې تر اوسه دې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په افغانستان کې په لسګونه زره کسان د طالبانو له واکمنیدو سره په خطرناک وضعيت کې دي.
که څه هم طالبانو له واکمنیدو سره، اعلان وکړ، چې خپل ټول مخالفين يې بښلي، خو هره ورځ له مختلفو ولايتونو څخه د هغو کسانو د وژل کيدو او ځورونې راپورونه خپريږي، چې له طالبانو سره یې پخوا مخالفت درلود.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.