د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان د رسنيو شدید سانسور غندلی

 

تاند:(دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) د بشري حقونو د څار سازمان په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر رسنيو د حاکم شوي سانسور راپور ورکړی او دا کار یې غندلی دی.

‏‏د دې سازمان په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو په ولايتونو کې پر رسنيو سخت قیودات وضع کړي، ښځو ته يې په رسنيو کې د کار اجازه نه ده ورکړې او ځینې خبریالان یې ګواښلي دي.

د افغانستان په اړه د ياد سازمان یوه څېړونکې فرشته عباسي وايي چې د طالبانو سخت قیودات له کابله دباندې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې سبب شوي چې خبریالان له وېرې ځانونه په خپله سانسور کړي او يا هم خپلې رسنۍ بندې کړي.

د بشري حقونو د څار ادارې ويلي چې د مختلفو ولايتونو خبریالانو ورته له طالبانو شکايت کړی او ویلي چې طالبان یې فعالیتونه څاري او له نشر مخکې یې په ولایتونو کې د خپلو اطلاعاتو او فرهنګ د رياستونو له فلتره تېروي.

د طالبانو په زيان د راپورونو د خپریدو مخنیوی، د ښځينه کارکوونکو د فعالیت منع کول، په خپرونو کې د ښځو د نه ګډون امر او له یادو سپارښتنو د سرغړاوي په صورت کې د خبریالانو وهل ټکول او بندیانول هغه شکایتونه دي چې د خبريالانو له لوري له طالبانو څخه شوي دي.

د طالبانو وياندويانو د دې تازه راپور په اړه لا څه نه دي ویلی، خو مخکې ېې په دې اړه نیوکې رد کړې وې.

د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان تر نیمايي زیاتې رسنیو فعالیت درېدلی او زرګونه خبریالان وزګار شوي دي.

د طالبانو ویندوی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد باختر دولتي خبري اژانس ته ویلي، هڅه کوي چې د رسنیو د سقوط د مخنیوي لپاره رسنیو ته بهرنی مالي ملاتړ جلب کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.