دآزادی راډیو
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د میزان د ۲۸مې تر انتخاباتو پورې ښايي یو شمېر نور کاندیدانو هم له لېسته وویستل شي.
د دغه کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې د یو شمېر کاندیدانو په اړه اسناد ترلاسه شوي او ټینګار کوي چې د رأی ورکونې تر بهیر ممکن یو شمېر هغه کاندیدان هم له وروستي لېسته حذف شي چې په اړهیې کره اسناد ترلاسه شي.
نوموړې زیاته کړه:
“د پنځو نورو کاندیدانو په اړه موږ ته اسناد رسېدلي او دا په دې معنی نهده چې کمېسیون وروستی لېست اعلان نهکړي، ممکن یو شمېر نور کسان هم حذف شي چې په لېست کې شامل وي، دا کسان چې رأیې اخلي او اعلانېږي، دغه کسان نهشي کولای انتخاباتو ته لاره پیدا کړي او رأی یې نهحسابېږي.”
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، هغه کسان چې له وروستي لېستهیې نومونه حذف شوي او یا دا چې احتمالاً تر انتخاباتو د یو شمېر نورو کسانو نومونه هم حذف شي، د انتخاباتو په پروسه کې نهشي شاملېدای او رأیې یې نهحسابېږي.
دغه کمېسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو له وروستي نوملړ نه د ۳۵ کسانو نومونه حذف کړل، ۴۰ نورو تهیې خبرداری ورکړ او دغهشان پنځه کاندیدانو تهیې توصیه ورکړه.
له لېسته حذف شوي کسان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دغه اقدام غیر عادلانه بولي او په دې اړه اعتراض لري.
د حذف شویو کسانو پلویانو په کابل کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر او دغهشان په ولایتونو کې یو شمېر ساحوي دفترونه وتړل.
خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې په دې اړه د دوی تصمیم وروستی او نهبدلېدونکی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي:
“هغه کاندیدان چې نومونهیې له وروستي لېسته نهدي حذف شوي تر اوسه دوی ته له ځانه د دفاع حق نهدی ورکړل شوی، دا د کمېسیون صلاحیت دی چې د حذف شويو کاندیدانو په اړه اسناد ولري، خو کارونه باید ډېر شفاف وي چې د پروسې سلامت ته صدمه ونهرسېږي.”
ښاغلی رشيد زیاتوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید د انتخاباتو د پروسې او د دوی لهخوا د حذف شویو کاندیدانو د پرېکړې د شفافیت په هدف، موجوده اسناد او مدارک له رسنیو او د انتخاباتو د څار له بنسټونو سره شریک کړي.
راپو: رحمتالله افغان
نظرات بسته شده است.