د امریکا د کانګرس پلاوي ولسمشر غني ته په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنې ورکړي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د انتخاباتو ترسره کېدل او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه د ولسمشر غني او د امریکا د کانګرس د پلاوي ترمنځ د بحث عمدي ټکي وو.

د ملي یووالي حکومت مشرانو د پنجشنبې په ورځ له غرمې وړاندې د نانسي پلوسي په مشرۍ د امریکا د ګانګرس له پلاوي سره ولیدل.

د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني له امریکايي پلاوي سره، د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د انتخاباتو د ترسره کېدو، د ترورېزم او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او په سوله کې د ښځو پر ونډې خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه:

“په دغه ناسته کې د حکومت له لاسته راوړنو هرکلی وشو، همدا راز د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې، سولې، اقتصادي ودې، پانګونې، سیمه ییزې همکارۍ، د فساد او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه بحثونه وشول.”

ولسمشر محمد اشرف غني په دغه ناسته کې همدا راز ویلي چې د انتخاباتو ترسره کېدل د حکومت په کاري لومړیتوب کې شامله مسئله ده.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې افغانستان یوازې د ډیموکراتیک نظام له خوا کېدای شي اداره شي، ځکه د هغه په وینا دیکتاتوري او نور نظامونه تجربه شوي چې ناکامې نتیجې يې لرلې.

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې هغه هم په ارګ کې د ولسمشر غني او امریکايي پلاوي کتنه کې حاضر وه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو له مرستو مننه کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د پلاوي مشري نانسي پلوسي همدراز ویلي دي چې هېواد يې د ترورېزم پر وړاندې همېشنۍ مرستې ته ژمن دی او د یو ستراتیژیک ملګري په توګه به له افغانستان سره پاتې وي.

کابل ته د دې پلاوي د راتګ سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الیس ویلز د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د خبرو په هدف پاکستان ته رسېدلی دی.

دا سفرونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ازبکستان د روانې مارچ میاشتې په ۲۶ او ۲۷ نېټه د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه و، چې د افغانستان د ثبات په اړه په کې د سیمه ییزې همکارۍ په ځانګړي ډول د پاکستان پر رول ټینکار وشو.

همدا راز افغان حکومت د پاکستان له حکومت څخه د دولت په دولت د خبرو غوښتنه کړې او اجرائیه ریاست ویلي چې د پاکستان صدارعظم شاهد خاقان عباسي به په همدې هدف د اپریل د میاشتې په ۶ نېټه کابل ته راشي.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي د پاکستان او طالبانو پر وړاندې له امریکا د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان وویل:
“هیله من یو چې افغانستان کې د دغه امریکايي چارواکو سفر له پخوانیو هغو سره متفاوت وي او پاکستان د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته اړ اېستل شي او د امریکا متحده ایالات په رښتینې توګه له افغانانو سره ودرېږي.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د تاشکند د ناستې له جوړېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ کوي او د دغه طرحې د بریا لپاره به هڅې وکړي.

پخواني معلومات
د امریکا د ګانګرس یو پلاوی کابل ته راغلی او له ولسمشر محمد اشرف غني سره‌یې کتلي دي.

ولسمشر غني په خپلې ټویټ پاڼه کې لیکي چې د دغه پلاوي مشري ننسي پلوسي کوي او په بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

View image on TwitterView image on Twitter

Ashraf Ghani

@ashrafghani
I’m very pleased to have received a delegation of members of the U.S. House of Representatives led by @NancyPelosi in ARG today. We discussed economic development, elections, counter terrorism and counter narcotics and women inclusion in peace process and leadership positions.

6:47 PM – Mar 29, 2018
199
49 people are talking about this
Twitter Ads info and privacy
انتخابات، سوله، د ترورېزم پر وړاندې مبارزه، اقتصادي پرمختګ او په سوله کې د ښځو ونډه هغه مهم مسایل دي چې د ولسمشر غني او د دغه امریکايي پلاوي ترمنځ پرې خبرې شوې دي.

کابل ته د دغه پلاوي له راتګ سره هم‌مهاله د افغان حکومت اجرائیه ریاست ویلي چې د اپرېل د میاشتې پر شپږمه نېټه به د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان اباسي هم کابل ته راشي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغان چارواکي به د پاکستان له صدراعظم سره د افغان سولې سربېره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ولري.

د پاکستان صدراعظم د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته سفر کوي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.