د امریکا دفاع وزیر وایي، د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ ډېر ستونزمن دی

 

تاند ( جمعه، د جوزا ۲۱) د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټين وایي، د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوی دی.

نوموړي د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمېټې په استماعیه غونډه کې دا خبرې وکړې.

لویډ اسټین په دې غونډه کې دې پوښتنې ته د مشخصو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه وکړه، چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو په واسطه د کابل او یا د افغانستان د نورو سترو ښارونو د سقوط په صورت کې ایا امریکا افغان ځواکونو ته هوایي ملاتړ برابروي او که نه.

د امریکا د دفاع وزیر امریکایي قانون جوړونکو ته وویل، چې د افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هوایي ملاتړ برابرول به ډېر ستونزمن وي.

هغه وویل اوس امریکایي پوځیان د هوایي ګزمو او نظارتي ماموریت لپاره کشفي الوتکې د فارس په خلیج کې د الوتکه لیږدونکو کښتیو او د خلیج د هیوادونو څخه افغانستان ته لیږي.

امریکا داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې تېره ورځ ناټو ویلي وو، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له افغان پوځ سره د همکاریو نوی باب پرانیزي.

ناټوله افغان پوځ سره د همکارۍ نوی باب پرانیزي

دا خبره تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پانتیکورو د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې کړې ده.

د ناټو ملکي استازي ویلي دوی له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره همکارۍ ته ژمن دي، خو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د همکارۍ نوی باب پرانیستل شي.

ناټو له دې وړاندې هم ویلي چې له افغان پوځ سره همکارۍ ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د دوی لاسنیوی وکړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.