د افغان چارواکو وروستۍ څرګندونې؛ پاکستان افغان سفیر احضار کړی

 

تاند (دوشنبه د ثور ۲۷) پاکستان د افغان چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې په اسلام اباد کې افغان سفير احضار کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري نن دوشنبه رسنیو ته وویل چې دوی سفیر نجيب‌الله علي ‌خېل ته خپل سخت اعتراض سپارلی دی.

پاکستان دا کار وروسته له هغه کوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د کوچني اختر په اوله ورځ ننګرهار ته د سفر پر مهال په پاکستان توندې نیوکې وکړې.

حمد الله محب يوې لويې غونډې ته د خبرو پر مهال پر پاکستان توند ورغی او ډېرې داسې ستوغې خبرې يې وکړې چې پاکستان يې د ځان په هکله له چا د اورېدو تمه نه درلوده.

ښاغلی محب پاکستان ته په خطاب کې وویل چې تاریخ یې جعلي او د ویاړ لپاره هېڅ هم نه لري.

نوموړي پاکستان تورن کړ چې له طالبانو ملاتړ کوي، خو د ویاړ لپاره دومره څه نه لري چې خپلې سیمې او وسلې پرې ونوموي.

هغه وويل، پاکستانيان شېرشاه سوري خپل رهبر بولي، پر راکټو او توغنديو يې غوري نوم ايښی او سړکونه او کورونه يې د غزنوي په نامه دي.

اوس پاکستان وایي، دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کولای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ رسنیو ته ویلي، افغانستان په دې ډول څرګندونو سره د سولې په برخه کې د پاکستان له خوا شوې همکاري بابیزه ګڼي.

اسلام‌ اباد کې د افغانستان سفارت او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دغې موضوع په اړه څه نه ‌دي ویلي.

بلې خوا د چارو پوهان وایي، بې له ‌شکه چې پاکستان په افغانستان کې د ورانیو تر شاه لاس لري، خو افغان حکومت باید له قوي ډیپلوماسۍ کار واخلي او له احساساتي څرګندونو ډډه وکړي.

پاکستان داسې مهال د اعتراض په ډول اسلام اباد کې افغان سفیر احضاروي چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې ټیلفوني خبرو کې د هغه امریکایي سیال انټوني بلېنکن د افغانستان د سولې په برخه د دې هېواد د همکارۍ د دوام غوښتنه کړې.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، له انټوني بلېنکن سره ټیلفوني خبرو کې شاه محمود قریشي په افغانستان کې د تل ‌پاتې اوربند، او د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

امریکا او پاکستان داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پای او تلپاتې اوربند خبرې کوي چې په افغانستان کې د جګړې ډګر مخ په پراخېدو دی او هره ورځ د وسله والو طالبانو او افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکول کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.