د افغان دولت مرکچي پلاوی: دوحه کې پرونۍ غونډه اوږده خو بې‌پایلې وه، نن بیا کېنو

دآزادی راډیو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې غونډه کړې.

دې غونډه کې د سولې خبرو د اجنډا د جوړېدو په اړه بحث شوی.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي ازادي راډیو ته وویل، هڅه کېږي چې په خبرو په‌داسې مسایلو هوکړه وشي چې د افغانانو پر ژوند اغېز ولري: “د‌ دوهم پړاو مذاکراتو له پیل وروسته، غونډې په ورځني ډول روانې دي. هڅه د‌دې لپاره چې پر داسې يوې اجنډا هوکړه وشي چې د خلکو پر ژوند اغېز وکړي او بدلون راولي.”
د مرکچي پلاوي یو بل غړي غلام فاروق مجروح بيا ازادي راډیو ته وویل، پرونۍ غونډه کې د اجنډا پر جوړېدو اوږده بحثونه وشول، خو په خبره يې پایله یې نه درلوده.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوي دا غړی وايي، نن یا هم سبا به دواړه لوري یوې مطلوبې پایلې ته د رسېدو لپاره بيا د خبرو مېز ته کېني.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیې انوري هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د غونډې د دوام خبره کوي: “د دواړو پلاوو ترمنځ غونډې روانې دي. پرون ماښام غونډه وشوه، د اجنډا د جوړېدو په اړه مفصل بحث وشو، دا لړۍ به دوام ولري.”
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم مني چې پرون دواړه لوري سره ناست دي.

ښاغلي محمد نعیم د سې‌شنبې (د کب ۱۲مه) په ورځ ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې د پرون ورځې غونډه د اجنډا د جوړېدو لپاره د تېرو ناستو دوام وباله.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
په دې اړه نور:
هشت صبح: خلیلزاد ځان سره کابل او دوحې ته څه نوي وړاندیزونه راوړي؟
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو پلاوي داسې مهال د سولې خبرو مېز ته کېني چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد افغانستان او د سيمې هېوادونو ته د خپل سفر په لړ کې پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) په کابل کې له جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ملي مصالحې د عالي شورا له رئيس عبدالله عبدالله، له مخکيني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر سياسيونو سره کتلي او د سولې د روان بهير او د دغه پروسې د چټکتيا په اړه يې خبرې کړي دي.
په کابل کې د امریکا سفارت بیا وايي، خلیل‌زاد به د افغانستان له حکومت او سیاسي مشرانو سره تر لیدنې وروسته د سیمې هېوادونو او قطر ته ولاړ شي.

خو په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره د هلو ځلو په دوام، په قطر کې مېشت د طالبانو رهبرۍ یو ځل بیا د جمهور رئیس محمد اشرف غني له حکومت سره مخالفت ښودلی.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مشر او د مرکچي پلاوي غړي امیرخان متقي د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون د یو کلنۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي، مذاکرات او د اوسني حکومت دوام یو ځای نه شي کېدای.
خو جمهوري ریاست بیا وايي، د واک د لېږد یوازینۍ لار ټاکنې دي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وايي:”د افغانستان خلک اساسي قانون لري او د واک د لېږد مراحل په دې قانون کې روښانه دي چې هغه د خلکو رایه، د ملت اراده او د خلکو د رایو په وسیله له یو جمهور رئیس بل ته واک لېږدول کېږي.”

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني خپله هم د مؤقت حکومت له جوړېدو سره ښکاره مخالفت ښکاره کړی دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.