(د افغاني جیولوجستانو ورځ او یوه خاطره ( دوهمه او وروستۍ برخه

د افغاني جیولوجستانو ورځ او یوه خاطره ( دوهمه او وروستۍ برخه )

دتیري برخي په تړاو :

او دا هم د جیولوجیستانو د ورځي سره تړلې یوه په زړه پوري خاطره :

د ۱۳۵۸ کال په پیل کي د یو پر نیم میلیون ( ۱/۵۰۰۰۰۰ ) په مقیاس د ټول افغانستان په کچه د جیولوجي او کانو دوې نقشي چاپ شوی . دا نقشي هغه مهال په سیمه کي بیساري وی یانی ایران ، پاکستان او هند د خپلو هیوادونو د ټول قلمرو په کچه پدغه مقیاس دا ډول نقشې نه درلودې . د نقشو کاغذي لویوالی نژدی دوه متره په یو نیم متر کي وو . د نقشې په لوړه برخه کي د هغه وخت د غوښتنو برابر په سره فون کي ډیر غټ د خلق نښان چاپ شوی وو . ددغو نقشو څخه پر جیولوجیکي بیز یوه یوه د کانو نقشه زما ، د کانو د معین او د وزیر په دفترونو کي پر دیوال ځوړندي وې . وزیر او معین د ۱۳۵۸ کال د جدي د شپږمي دناورین وروسته د نقشې په سر کي د خلق پر نښان باندي د اشغال د وخت دولتي نښان سریښ کړ . ما دا کار ونکړ او دلیل مي دا راوړ چی پر نقشه د چاپ نیټه لیکل شوی او دا نښان اوس رسمیت نلري او یوازي تاریخ دی لکه د پیسو پر لوټونو او نورو ځایونو کي چي سته .

خبره د خاطرې په اړه وه . اوس به د نقشې سره په تړاو کي خپله یوه نه هیریدونکي خاطرهدر سره شریکه کړم :

خدای مي دی غاړي نه بندوي ، فکر کوم ۱۹۸۴ کال به وو . د جیولوجستانو د ورځي د لمانځلو په تیاریو بوخت وو چی د پنجشنبې په سهار د وعدي سره سم د تلویزیون مرکچي د یوه نفر کامره مین ( کامره والا ) سره دفتر ته راغلل او ویدویي مرکه مو پیل کړه . کله چي مي د معدنو په هکله توضیحات ورکول ، پاڅیدم څو پر دیوال باندي دنقشې پر مخ ځیني ځایونه ورته و ښئیم . و مي لیدل چي کامره والا هم څو ځلی کامره پر نقشه تیره را تیره کړه . د جمعي په ماښام یې په تلویزیون کي د جیولوجستانو د جشن د لمانځلو د راپورتاژ په لړ کي زما مرکه هم ښودله چي کامره والا د خلق پر نښان کامره برابره کړی وه ، څو ځله به یې د لیدونکو د توجه د پاره هغه لوی او وړوکی کړ چی د تلویزیون ټوله صفحه یې پرې نیول . زه نپوهیږم چی هغه دا کار قصداً یا په تیروتنه کړی وي ، خو ماته خدای شاهد دی د حیرانتیا وړ او په زړه پوري وو .

د شنبې په سهار مرکچي او کامره والا دفتر ته راغلل چی د دوی د حاضرۍ او کار تصدیق وکړم . په ضمن کي یې راته وویل : د ښادۍ د جیولوجستانو ورځ مو شه ، موږ خو مو ډیر تاواني کړو . ما ترې و پوښتل چي ولي او څنګه . هغوی راته په ډیرخفګان سره د تلویزیون پر صفحه د خلق د نښان کیسه وکړه چی له کبله یې دوی هر یو پنځه لس ورځي کسر معاش یاني جریمه کړی وه . ما ورته وویل چي دا خو

رښتیا هم ښه کار ندي شوي . زنګ مي وواهه او د اسناد او ارتباط مدیر مي را و غوښت . هغه ته مي هدایت ورکړ چي د راډیو تلویزیون ریاست ته استعلام ولیږي او ددغو کسانو د معاشو د اندازې پوښتنه ترې نه وکړی . هغوی استعلام واخیست او څو ساعته وروسته یې ځواب راوړ . دواړو ته مي د جیولوجستانو په جشن کي د جدي همکاریو له کبله یوه یوه میاشت بخششي حواله کړه . دوی ډیر خوښ شول او په لوړ اواز یې شعار ورکړ :

فرخنده باد روز جیولوجستهای افغانستان !

زه پدې توګه د افغانستان ټولو جیولوجستانو ته چي دهیواد اقتصادي ستني یې پر اوږو اخیستي دي ، ددغي ورځي مبارکي وایم او په اړوندو چارو کی ورته ستري بریاوي غواړم .

ـــ پرتمینه او ځلانده دي وي د افغانستان د جیولوجستانو ورځ !

ډنمارک ـــ ۲ / ۴ / ۲۰۱۹

دا لوړه یوه جیولوجیکي نقشه ده چي پدې وروستیو کلونو کي زموږ د هغي پخوانۍ نقشې په پرتله په واړه او غیر معیاري مقیاس ( ۱/۸۵۰۰۰۰ ) سره د امریکا د جیولوجیکي سروې د ادارې لخوا جوړه شویده . ددغي نقشې اساس هم هغه زموږ پخوانۍ نقشه ده . خو داچي مقیاس یې تر هغې کوچنی دی ، د جیولوجیکي جوړښتونو د جزئیاتو ښودلو توان یې کمزوری دی .

ـــ پرتمینه او ځلانده دي وي د افغانستان د جیولوجستانو ورځ !

د لیکني پای . ډنمارک ـــ ۲ / ۴ / ۲۰۱۹

د افغاني جیولوجستانو ورځ او یوه خاطره ( لومړۍ برخه )

د نړۍ په ډیرو هیوادونو کي د هغو مسلکي کار کونکو له پاره چي د اړوند هیواد په اقتصادي ـ ټولنیزو او سیاسي یا دفاعي چارو کي د پام وړ رول لري ، د هغوي پنامه یوه ورځ ټاکي او ددغي لاري یې د چوپړ ارزښت په ګوته کوي .

په افغانستان کي تر وروستیو درو لسیزو وړاندي د داسیي ورځو ټاکل دود نه وو . زه په خوښۍ سره ویلای شم چي په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره ددغسي یوې ورځي د بنسټ ایښودونکي ویاړ لرم . د افغانستان « د جیولوجستانو ورځ » یادوم . که مي نیټه هیره نه وي ، په ۱۹۸۰ کال مي هغه وخت چي د کانو او صنایعو په وزارت کي د کانو او جیولوجي سروي رئیس وم ، د نوموړي وزارت د لاري مي د وزیرانو شورا ته پیشنهاد وړاندي کړ چي د حمل ( وري ) د میاشتي دوهمه جعمه د افغانستان د جیولوجستانو د ورځي پنامه و نوموي اود هر کال په کالهنداره ( جنترۍ ) کي یې درج کړي . دغه د وري دوهمه جمعه مي مي پدې خاطر غوره و ګڼل چی د حمل په دوهمه نیمه کي موږ د ساحوي کارونود پیل د پاره تیاری نیوی او جیولوجستانو به غرنۍ جامي لټولي او چکشانو ته به یې لاستي ورکول . سلطانعلي خان کشتمند چي د تپل شوي رژیم صدراعظم وو ، دا چي زموږ ټول وزارت یې نه خوښیده ، په هر کار کي یې د مور میرې چلند کاوه او په ځانګړي توګه یې زما څخه نفرت درلود ، د وړاندیز مخالفت یې وکړ او پر میز یې چپه کښیښود . خو زما بیا هیر نه وو ، د کشتمند ضعیف ټکی راته مالوم وو ، نو د وزارت د مشاورانو د لاري مي تعقیباوه او پر هغه مي فشار اچاوه . په پای کی مشاورانو کشتمند ته لارښودنه وکړه څو هغه و منی اود منظورۍ پړاوونه یې تیر کړي . هغه وو چي د وزیرانو شورا د ۱۰۸۱ کال په وروستیو کي وړاندیز تصویب کړ . پدې توګه دا په افغانستان کي لومړنۍ مسلکي ورځ وه چي جنترۍ ته ننوتل او هر کال په عملي توګه لمانځل کیدله . دا اوس هم د هیواد په لمریزو هغو جنتریو کی چي د دولت لخوا نشریږي ، دا ورځ په کي درج ده او زه پرې ویاړم .

له همدغې نیټۍ نه وروسته به مو هر کال یوه ورځ د مخه یاني په پنجشنبې به مو دا ورځ داسي لمانځله چي د غرمي نه مخکي به د راډیو تلویزیون مرکچیان له تلویزیوني کامرو سر زما دفتر ته راتله او د اړوندو چارو په اړه به یې ویدویي مرکه را سره کول . له یوې بجي وروسته مو دا ورځ د کابل پولي تخنیک په جمنازیوم کي د سلهاوو کسانو په ګډون د ډیرو شانداره او پرتمینو غونډو په ترڅ کی لمانځله . غونډه به داسی وه چي په پیل کي به ما دتیر کال د ټاکلي پلان د لاسته راوړنو او د نوي کال د موخو په اړه پوره ګزارش ور کاوه . بیا به د کانو او صنایعو وزیر د وزارت په کچه دا کړنی په ستاینو یادولي . وروسته به د وزیرانو شورا یوه مرستیال په لنډو کی څو کلیشه اي خبری کولی او تر ده به وروسته د ګوند د مرکزي

کمیټې د اقتصادی چارو مسؤل څو فورمالیټي انتقادي یادووني هم وکړي . په دې سره به د ویناوو برخه پای رسیدل .

بله برخه په تفریحي وه چي د راډیو تلویزیون پیاوړو سندرغاړو به سندري ویلي او په منځ کي به جیولوجستانو شاعرانو لکه انجینر سلطان جان کلیوال او نورو به خپل ښکلي شعرونه په ترنم یا دکلمه کي لوستل . ددغي ورځي په ماښام به ټول جیولو جستان په یوه ستره میلمستیا کي را ټولیدل ، ډوډۍ به مو خوړل ، ټوکي ټکالي او خوښي به کول . د هر کال پروګرام به نژدې همدا ډول وو .

د لومړۍ برخي پای . نور بیا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.