د افغانستان د دفاع وزارت په چوکاټ کې سیمه ییزه اردو جوړېږي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان دفاع وزارت د ناامنو ولایتونو لپاره د سیمه ییزې اردو په نامه، د یو نوي تشکیل د جوړولو په هدف، د یوې طرحې په طبیقولو کار کوي .

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امنیت د لا ټینګښت او د وسله والو مخالفینو د حملو د شنډولو لپاره به، له هرې ممکنې لارې کار واخیستل شي او د سیمه يیزې اردو د تشکیل جوړول د هغو هڅو یوه برخه ده چې دغه وزارت یې په پلان کې لري.

د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه وزارت په پام کې لري چې په لومړي ګام کې پنځه زره کسان د سیمه ییزې اردو لیکو ته جذب کړي چې په راتلونکو پړاوونو کې به تر ۳۰۰۰۰ پورې ورسېږي.
دی وایي:

“دا هغه کسان دي چې د هېواد پر وړاندې یې مخکې مسؤلیت اداء کړی او موږ ورته اړتیا لرو، هغه کسان چې سپین زیږي او مخور دي، د دغو کسانو تضمین به کوي چې د سیمه ییزې اردو په لیکو کې دندې ترسره کړي او که نه؟ سربېره پر دې په سیمه ییزه اردو کې د کشف او استخباراتو څانګې هم لرو.”

ښاغلی رادمنش وايي، دغه ځواک به د ملي اردو ترمشرۍ لاندې کار کوي او د استخدام پروسه به یې د اردو د سرتېرو په شان وي.

د ده په خبره، سیمه ییز ځواکونه به په هغو ځایونو کې ځای پرځای شي چې د ملي اردو له خوا تصفیه شوي وي.

د دغې اردو د تشکیل لپاره په داسې حال کې تصمیم نیول کېږي چې په دې وروستیو کې ۱۰۰۰ امریکايي ځواکونه، افغان ځواکونو ته د لامشورو ورکولو په هدف، افغانستان ته راغلي دي.

د امریکا د نویو ځواکونو قوماندان سکات جکسون ویلي چې دغه نوي امریکايي ځواکونه به په هلمند، پکتیا، کندهار او بلخ ولایتونو کې ځای پرځای شي.

د دغه امریکا یي چارواکي په خبره، د دغو تازه ځواکونو ماموریت د افغان ځواکونو پیاوړتیا، د ۳۰۰۰۰ افغان ځواکونو روزنه او د جنګ په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ دي.

شااوخوا اته کاله مخکې چې په افغانستان کې جګړو زور واخیست، جنرال ډیوید پيټروس، د عراق تجربو ته په پام، د افغانستان د امنیتي ګواښونو د حل لپاره، د ملېشو جوړول مطرح کړل او افغان حکومت دغه طرحه، د سیمه يیزو پولیسو د جوړولو په هدف تصویب کړه.

دغه ځواکونه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د سیمه ییزو یا محلي پولیسو په نامه په رسمي توګه رامنځته شول چې د هېواد په شمال کې یې فعالیت کاوه، خو د وخت په تېرېدو سره، د اربکیانو په نامه مشهور او له بشري حقونو په سرغړونې، د خلکو په ځورونې، جنسي تېریو، د دولت له وسله والو مخالفینو سره په لاس لرلو او له خلکو په پیسو اخیستلو تورن شول.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع رئيس عزیز رفیعي د سیمه ییزې اردو د تشکیل په اړه اندېښنه لري.

ښاغلی رفیعي وايي، د افغانستان د دفاع وزارت دغه طرحه د هېواد لپاره خطرناکه ده او نه یوازې دا چې امنیتي ګواښونه به کم نه کړي، بلکې هغه ملېشې به زیاتې کړي چې د بشري حقونو په سرغړونو تورنې دي.

نوموړي زیاته کړه:

“د سیمه ییزې اردو او قومي ډلو د جوړولو فکر تباهي او د ملت ټوټې کول رامنځته کوي، په تېرو وختونو کې دغه ملاتړ په ناوړه بڼه او ناوړه تعریف تجربه شوی، سیمه ییزو او قومي ډلو ته به د زمینو برابرول، د افغانستان په ټولنه کې د زیاتو کړکېچونو د رامنځته کولو لامل شي.”

خو ایا په رښتیا هم د دغو ځواکونو جوړولو ته کومه اړتیا شته او د تصفیه شویو سیمو د امنیت په ټینګښت کې اغېزمن رول لوبولای شي؟
د پوځي چارو پوه محمدا ګل مجاهد وايي، د داشان ځواکونو جوړولو ته هېڅ اړتیا نشته.

دی هم په دې باور دی چې د نورو ستونزو ترڅنګ به له دغه ځواکونو زورواکي او حتی ځیني دولتي چارواکي د ځانونو په ګټه کار واخلي.

مجاهد وویل:

“تاسې د ملېشو د جوړولو تجربه لرئ چې په هېواد کې د حکومت د سقوط لامل شوې، اندېښنې شته چې زورواکي او هغوی چې له قانونه لوړ فکر کوي او د یو شمېر سیاسیونو او زمونږ د استازو له خوا د دغو ځواکونو په لیکو کې کسان ځای پر ځای شي او د ځان په ګټه ترې کار واخلي.”

دی وړاندیز کوي چې حکومت باید د دغه تشکیل پرځای، د ملي اردو د تجهیزولو، روزنې او زیاتولو امکاناتو ته هڅه وکړي.

خو د افغانستان دفاع وزارت په دې تړاو اندېښنې بې ځایه ګڼي او وايي، د سیمه ییزې اردو ځواکونه، د ملي اردو په څېر، د کادري او حرفه يي ځواکونو له لیکو غوره کېږي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.