د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د نظامي همکاریو تړون لاسلیک شو

 

تاند (جمعه د جوزا ۲۸) د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب قزاقستان ته د خپل سفر په لړ کې، د دغه هېواد له دفاع وزیر نورلان یرمک‌ بایوف سره د نظامي همکاريو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ.

د ملي امنیت شورا نن جمعه په یوه بیان کې ویلي چې په دې هوکړه ‌لیک کې د دواړو هېوادونو تر منځ په نظامي برخه کې ګډ تمرینونه، طبي همکارۍ، د تجهیزاتو نوي کېدل، تخنیکي او لوجسټیکي ملاتړ، جنګي روزنه او نظامي اطلاعاتي همکاري شامل دي.

د بیان له مخې د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو حوزو کې د نظامي ملاتړ لپاره دولت په دولت زمینه برابره شوه.

باید وویل شي چې حمدالله محب پرون د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مختار تیوبردي سره هم وکتل او د عملي همکاریو، غذايي امنیت، د افغان ملي امنیتي او دفاعي سرتېریو پر تجهیز، د ګډو څواړخیزو کارونو پر پای ته رسولو او د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د همکاریو پر پیاوړتیا یې بحث او خبرې وکړې.

حمدالله محب داسې مهال په دوه ورځني سفر قزاقستان ته تللی چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم درې ورځې وړاندې دغه هېواد ته تللی و او له لوړپوړو قزاقي چارواکو سره يې پر افغان سوله خبرې کړې وې

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.