د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران د ګډو اقتصادي پروژو په هکله خبرې کوي

 

تاند — د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې د افغانستان او ترکمنستان چارواکي نن شنبه/ د جوزا ۱۵مه/ په هرات ولایت کې د دواړو هیوادونو د ګډو پروژو په هکله خبرې وکړي.

د دغه وزارت له لوري په خپاره شوي بیان کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دغه ناسته کې د ګډون لپاره هرات ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې د دواړو هیوادونو د سکټوري بنسټونو مسؤلین د زیربنايي پروژ، سوداګرۍ، ترانسپورټ د ژر تر ژره تطبیق او پراختیا او د انرژۍ د انتقال ترڅنګ د تپ او تاپي پروژې په هکله بحثونه وکړي.

د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر هم ویلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هم د یوه پلاوي په مشرۍ په دغه ناسته کې د ګډون لپاره هرات ولایت ته رسېدلی دی.

افغان چارواکي دغه غونډه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او په ځانګړي ډول په سیاسي او اقتصادي برخو کې مهمه بولي.

افغانستان او ترکمنستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په هدف ستراتیژیک تړون دوه کاله مخکي لاسلیک کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې په دغه ناسته کې به د همکاریو تړونونه، د ترانسپورټي او سوداګریزو پروژو د قراردادونو توافقنامې هم لاسلیک شي.

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ تر دا مهاله د اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او انرژۍ په برخه کې پروژې پرانیستل شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.