دښځو دنړيوالې ورځې په مناسب دمبارکی پيغام نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون ورځ فرخنده وخسته باد۸ مارچ روزجهاني زن

 

سويډن – مالمو
د۲۰۱۸ م کا ل دمارچ اومه
دښځو دنړيوالې ورځې په مناسب دمبارکی پيغام

نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون ورځ

فرخنده وخسته باد۸ مارچ روزجهاني زن

روز همبستگي جهاني زنان به همه زنان باشهامت کشور مبارک باد .
موږ پدې باوريوې چې دښځوله فعال گډون اوله نارينه ووسره اوږه پراوږه د برابرکاراوفعاليت نه پرته ديوې ټولنې جوړېدل ناشونی کاردي .
تر هرڅه وړاندي تاسوافغاني ميندواوخوندواوپه نړۍ کښي تر ستم لاندي زوريدلو ښځو ته دمارچ اتمي داښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځې درارسېدوله امله دزړه له کومي مباره کی اونيکي هېلي وړاندې کوو.
ستاسو اودنړۍ دټولوباغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو،جنسې ستم ، تبعيض ،تعصب ،تېری اوظلم دپاي ته رسېدولپاره په عادلانه او انسانی مبارزه کې دزياتو برياوغوښتنه کوو.
متاسفانه ديوېشتمې پېړۍ ددوهمې لسيزي په پيل کښي لاهم چې په يوشمېرهيوادونوکښي دکيهان دمهار اوله هغه نه داستفادې لپاره هڅی کوي ،په افغانستان اونړی په شمېره هيوادونو کښې د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي لمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي دبشردحقوقونړيوال سازمان اويوشمېر نوري خيراندېشه ټولنې د ښځو سره د زورزياتي اوټولنيزتاوتريخوالي له کبله دژورو اندېښنو ډک خبرونه خپروي . متاسفانه هر اونۍ زموږ دمډياله لاري زموږ دبېدفاع خويندوسره دغير انساني کړنوداډول دردونکی خبرونواوتصويرونو خپرول نه يوازي افغانان بلکي دنړۍ زيات شمير انسانان یې په اورېدو اوليدوزورېږي .
په حقيقت کي ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې دنړی پوره نيمايي اوياتر هغه هم زيات شځېنه وگړی دډيرو اقتصادي ،سياسي ،ټولنيزواوفرهنگی ستونزوسره لاس په گريوان دي،په اسيا .افريقا اولاتينه امريکا کښي اوس چي دادی يويشتمه پيړۍ دوهمه لسيزه پيل سوېده ښځه لاپه دوهمه اويادريمه کټگوری انسانانو کي راځی . داچي هر ورځ په نړی کي ښځې داقتصادي ستونزو اوروغتيايي مرستودنشتوالي له امله خپله اويايې ماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې په کال کښي تر يوميليون اوړی . په نړيواله کچه په سلوکې تر ۶۰ زياتي ښځې دسواد له نعمته محرومي اود توروديوالوشاته په زړه بوږنوونکې حالت کې شپې او ورځي سباکوی .
متاسفانه پدې ورستيوکښي په نړواله کچه دښځوپه وړاندي کورنۍ اوټولنيز تاوتريخوالي داوج ورستيو مرحلوته رسېږي . دټولو انساني اواسلامي نورمونوخلاف وړې ماشومي انجونې ېو(( ۷۰ )) کلن سړي ته ودېږي اوياپه محلاتوکي دزوراو زرخاوندان له هغو ي نه ناروا استفادې کوي .

په افغانستان کي پرجگړ ه سربېره يوشمير ښځی دمنځنيو پيړيو په دود اودستور هره ورځ په خپلو وحشی منگلوکي رانغاړی اوژوند ورنه اخلي . زموږ په هيوادکي دقدرت دخاوندانو اوټوپکسالارولخوا په زور ودونه ،په بدوکي دپېغلوټو ،حتا ماشومي ورکول ، خرڅېدل،دښځو وهل ټکول،دغوږ و،پزی اوشونډانو پرېکول اويا په وحشيانه بڼه صحرايي وژنه اوسنگسار يوه معمولي خبره ده . داخولاپرېږده ښونځيو اوکارته نه پريښودل ډيري لوړي کچي ته رسېدلی دی .همدا اوس زموږ دمعلوماتوله مخې دافغانستان ديوشمير ولايتونو انجونې دتعليم او تحصيل نه داسلام اوعنعنې په نوم محرومې ساتل کيږي ،دا پداسي حال کښي چې علم ترلاسه کول پر نارينه اوښځې فرض بلل سوي .
که رسنيو ته سرورښکاره کړو دښځوپروړاندي تاوتريخوالی دانسانيت له کچې اوکرښې نه ډير طيرسوی دي .
موږ ددې ناورين څخه دافغان ولس دخلاصېدوپه موخه پر ديني عالمانو،دقومونوپر مشرانو،پوهانو سياسي گوندونو، فرهنگي اومدني ټولنوغږ کووچې په جوماتونو،غونډو،جرگو،کنفرانسونو اوهمدا ډول دډله ايزو رسنيو له لاري خلکو ته تبليغ وکړئ ترڅوخپلې لوڼې په کم عمر کې دچاپه نکاح نکړي اونه ئې په بديوکښي ورکړی .پرېږدي چي زموږ پېغلي اوانجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتوڅخه پراخه استفاده وکړي . دهيوادپه سياسي،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره اوږه پر اوږه برابره اوفعاله ونډه واخلي . ددولتی اړونده ادارو اونړيوالو سازمانوڅخه په کلکه غوښتنه کوو چي دښځوسره ناروا اوله انصاف نه ليري کړنو ته دپاي ټکی کښېښودل سي . ښځې ته بايد لکه نارينه ته ټول مدنی ،قانونی او انساني حقوق ورکړه سي اوديوه برابرحق اوصلاحيت لرونکی انسان په توگه ورته درناوی وشي .
هرهغه څوک چي په رښتيا دهيواد دودانولواوافغانانو دسوکالۍ ،سولي اوثبات سره علاقه لرې دبنسټپالو اډيالوژي گانو،عقيدو اوښځوپر وړاندي په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکوکړنواونظرياتو پر ضد مبارزه يې سپيڅلې ملي اواسلامي دنده بلل کېږي .افغانه ښځه بايددمنځنيو پېړيوله تعصوبونواوخرافاتوله تورو زندا نونه راووزي اوديوې باشرفه، سپيڅلي، افغاني اومسلماني په توگه دهيواد په بياودانولوکښي دنارينه و سره يوځاي فعا له ونډو واخلي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه له افغان چاروکواونړيوالوسازمانو نه په جدې بڼه غوښتنه کوو چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت ته په هر اړخيزې توگه پاملرنه وکړي ترڅو زموږ خويندي اوميندی له دغه دډاراوپرېشانۍ له روانی نا ارامه حالت نه نجاتومومی .
هيله منديوچي يوه ورځ زموږ غيرتي خويندي اوميندي دسوکاله ،بسيااوپتمن ژوندڅښتنی اودخپل هيوادپه جوړونه اوسالمو ماشومانو روزنه کي دفعالې ونډې امکانات ولري .

ددوستۍدفرهنگی ټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.