دفاع وزارت: منصوري عملیات به هم عمري عملیاتوپه څیرماتې سره مخ شي

 

 

دامریکا غږ

د افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو له خوا د منصوري عملیاتو په نوم د دغې ډلې د سږکال د پسرلني عملیاتو اعلان یوازې تبلیغات بللي او ویلي دي، چې د تیر په څیر به ملکي وګړو او بې ورلو خلکو ته د مرګ ژوبلې پرته دا عملیات بله پایله ونه لري.

د دفاع وزارت وایي چې سږکال به هم په خپل ټول قوت سره د وسله والو طلبانو د عملیاتو په وړاندې ودریږي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش د طالبانو د نوو عملیاتو د پیل په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د تیرکال په څیر بیا تروریستانو یوه بله اصطلاح د منصوري عملیاتو په نوم د خلکو د غلولو او تبلیغاتو لپاره کارولې ده.

جنرال رادمنش وویل ” له کومه ځایه چې د دفاع وزارت وظیفه ده، مونږ به د ملي حاکمیت، د خاورې د تمامیت اود هیواد له خپلواکۍ څخه او افغانستان په نوم له مقدسې جغرافیه څخه دفاع وکړواو په افغانستان کې د سولې او د خلکو د هوساینې لپاره به د هغوی پر وړاندې د خپلو ټولو امکاناتو څخه کارواخلواو همغسې چې تیرکال د عمري عملیاتو په نوم یې عملیات له ماتې سره مخ شول دا عملیات به هم د ماتې سره مخ شي”.

د طالبانو د منصوري عملیاتو پیل

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې نن د جمعې په ورځ چې د ثور اتمهاو د ډاکټر نجیب الله پر رژیم باندې د پخوانیو مجاهدینو د بریا ورځ ده، د خپل پخواني مشر ملا اختر منصور په نوم” منصوري ” عملیات یې سهار پنځه بجې په ټول افغانستان کې پیل کړي دي.

ملا اختر منصور تیرکال د امریکا په یو هوایي برید کې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې وژل شوی وو.

طالبانو ویاند ویلي چې د دغې ډلې د منصوري عملیاتو تمرکز به په افغانستان کې پر میشتو بهرنیو ځواکونواو افغان امنیتي ځواکونو باندې وي.

” داعملیات به د دښمن پر اهدافو له تهاجمي بریدونو سره په څنګ کې د چریکي جګړې د تکتیک له مخې د ډله ایزو استشهادي او هدفي بریدونو، نفوذي حملو او تفجیري بریدونو په تر سره کولو د الله په نصرت پرمخ بیول کیږي”.

د وسله والو طالبانو ویلي چې دا عملیات یې ځکه له تیرو عملیاتو سره توپیر لري چې په نوو عملیاتو کې به جګړې تر څنګ سیاسي فعالیتونو او ترخپل کنټرول لاندې سیمو کې اداري تشکیلاتو رامنځ ته کیدو ته هم پاملرنه وشي.

طالبانو تیرکال خپل عملیات د دغې ډلې یوبل پخواني مشر ملا محمد عمر نوم کړي وو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.