……….دا په اوښکو لیکل شوي وړاندیزونه

 

پوهنمل حاجي محمد نوزادي
دا په اوښکو لیکل شوي وړاندیزونه . . . . .
مشورتي لویه جرګه چي په ګټه او پر ضد یې بیلابیل غبرګونونه را پاریدلي وه ، دادی حکومت ته د یو لړ وړاندیزونو په سپارښت سره پایته و رسیده . ما پخپلي تیري یوې لیکني کي هغو اوښکو ته اشاره کړیوه چي د جنګي فاجعو د یو څو لنډو کلیپونو په لیدلو سره په تالار کي د ۳۷۰۰ نر او ښځو افغانانو له سترګو بهیدلي . په فیسبوک کي د کومینټونو څخه ښکاریدل چي هیوادوال تر کومه حده له جنګه ستړي او د سولي د یوه څرک په اُمید شپې سبا کوي .
پدې اړه دا خبره هم د یادولو وړ بولم چي دوه دري تنو لوستونکو راته لیکلي وه چي حکومت دلته یو اړخیز چلند کړي وو او یوازي هغه کلیپونه یې ښودلي وه چي د وسله والو مخالفانو لخوا په انتحاري او انفجاري بریدونو کي ثبت شويدی . اول خو زه د حکومته سره هیڅ ډول رسمي یا غیر رسمي او یا هم سیاسي او عقیدتي تړاو نلرم چي د کړنو پیغور یې ومنم . د طالبانو کړني مي تل د شر ، فساد ، چور او چپاول ، بې ناموسیو او پاټک سالاریو په وړاندي ستایلي دي او اوس یې هم د ستایلو وړ ګڼم . بل داچي په جنګ کي حلوا نه ویشل کیږي ، که حکومت دومره ازاد او بیطرفانه قضاوت کړی وای چي د خپلو او خارجي ملاتړ کونکو د ړندو بمباریو د وینو ویالي یې هم ښودلي وای ، پدې سره به یې د ملت په وړاندي او د لویي جرګې د ګډونوالو په مخ کي خپل اعتبار نور هم لوړ کړی وای . باور لرم ، که داسي شوي وای ، د اوښکو رودونه به تر سیلابه رسیدلي وای .
ددغي نیمګړتیا سره سره ، حکومت ددغي جرګي د لاري د خپلو سیاسي حریفانو په وړاندي د لمس وړ برلاسي تر لاسه کړه . دا ځکه : هر څومره زیات چي په شر او فساد کي شکیلو کسانو چي د اپوزیسیون غوښینه برخه یې جوړول ، دا جرګه غندله ، په هم هغه کچه د جرګې حقانیت او اعتبار زیاتیده .
د جرګې د وړاندیزونو د هغه ۲۳ فقره ایز لست څخه ټولي غوښتني لکه تلپاتې سوله او د تیرو اتلسو کالو د ټولو مثبتو لاسته راوړنو ساتنه ، دا هغه څه دی چي د یوې خوا یې یو سیاسی سیال هم ردولای نشي او د بلی خوا اشرف غني پدې اعلان سره چي دغه وړاندیزونه یې د سولي په چارو کي د ځان لارنقشه او د کار رهنما و ګڼل ، د خپلو سیاسي سیالانو پر مخ یې یو څاپیړه وار کړه .
دا خبره تر لمر سپینه ده چي دا ګړی په هیواد کي سیاسي لوبي په درز رواني دي ، د لوبو هره خوا هڅه کوي د هر کار څخه ګټه پورته او میدان په خپله غوښتنه وګرځوي . که د جرګې په رابللو سره اشرف غني ځانته د کمپاین موخه درلوده ، بیله شکه حریفانو یې هم په جرګه کي په نه ګډون او د هغي په غندلو سره ځانو ته کمپاین کاوه . دلته توپیر پدې کي دي چي د غني سیالانو تر خپل منځ هم وزلوبه ( بزکشي ) درلوده ، خو د جرګې د مثبت اړخ ګټه بیا یوازي غني ته رسیده او هغه و توانید څو غوښینه برخه تر لاسه کړي .
پدې توګه به زما په آند دا ډیره سخته وي چي د سیاسي لوبو په ډګر کي به په نوموړي لویه جرګه کي په نه ګډون سره د جمهور رئیس سیالان ګټونکي او پخپله جمهور رئیس بایلونکی و ګڼل شي . زه پدې خبره هم باور لرم چي که د غني دغو حریفانو په جرګې کي کډون کړی وای ، دوی به روان جریان داسي څرخولای وای چي د ګټي درنه برخه به پخپله دوي او سپکه به یې اشرف غني ته رسیدلې وای . د نه ګډون په پریکړي سره سیاسي تعصب ددوی سترګي دومره ور تړلي وي چي یوازي پیل یې لیده ، خو تر پایلو پوري یې د فکر نیلی ځغلولای نشو . همدا لامل شو چي سیاسي ګټه ټوله یوازي د غني په برخه شوه .
ستاسي نظر ؟

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.