خلیلي: تر دامهاله له طالبانو سره هېڅ ډول رسمي خبرې نه دي شوي

دآزادی راډیو

د افغان حکومت د استازو او افغان طالبانو ترمنځ د لیدو کاتو په اړه تر د راپورونو تر خپرېدو وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، تر دې دمه نه د سولې د عالي شورا او طالبانو او نه هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رسمي لیده کاته شوي دي.

د یادې شورا رئیس محمد کریم خلیلي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د سولې خبروته د رسېدو لپاره جدي هلې ځلې کېږي او دوی هیله من دي چې بالاخره به دغه هدف ته ورسېږي:

​”تر اوسه هېڅ ډول رسمي او نیغ په نیغه خبرې د د دولت او طالبانو او د سولې د عالي شورا او طالبانو تر منځ نه دي تر سره شوي، هر څه چې دي د شایعاتو او اوازو په کچه دي او د اوازو بازار داسې ګرم دی چې څوک يي مخه نشي نیولای.”

ښاغلی خلیلي دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د رویټرز خبرې اژانس په حواله د طالبانو او افغان حکومت استازو تېره اوونۍ په سعودي عربستان کې سره لیدلي دي.
دغه خبري اژانس د دریو طالب چارواکو له قوله لیکلي چې په دغې ناسته کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت او د بندیانو پر تبادلې خبرې شوې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روانې مېزان میاشتې پر ۲۸ نېټه کېږي چې د امنیت او شفافیت په برخه کې اندېښنې موجودې دي.

د یادونې ده چې د راونې میلادي میاشتې په پیل کې هم دغې رسنۍ خبر ورکړی وو چې ځينې طالب چارواکو ورسره د بندیانو د خلاصېدو او مذاکراتو د پیل په اړه خبرې کړي دي.

د سولې د عالي شورا د دریځ تر څنګ طالبانو هم له دې مخکې دغه دواړه راپورونه رد کړي دي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا په ټینګار سره وايي، له دې سره چې دا کار نه دی شوی خو په ټوله کې د بې اعتمادۍ فضا مخ په ټولېدو ده.

د یادې شورا رئیس کریم خلیلي وویل:

“ټینګار کوم چې د سولې عالي شورا خپلې لاسته راوړنې لري او د بې باوری فضا او یخونه د حل او ویلي کېدو په حال کې دي.”

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې، له وسلوالو طالبانو سره له تېرې څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې د سولې د خبرو هڅې کیږي خو د سولې عالي شورا او افغان حکومت د دې پر ځای چې دا هدف تر لاسه کړي تل يي د خبرو د پیلیدو لپاره یواځې هیلې څرګندې کړې دي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ودیر صافی د دغې کار لامل پر طالبانو د پاکستان فشار او د هغه هېواد لاسوهنې ګڼي.
دی وايي، سولې ته د رسېدو په خاطر باید افغان حکومت د نړیوالې ډپلوماسۍ له لارې په ګاونډیو فشار واچوي تر څو په ټپه له درېدلي حالته ووځي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.