خلیلزاد د افغان دولت مذاکراتي پلاوي سره لیدنه کې د سولې پروسې پر شته ستونزو خبرې وکړې

 

تاند (سه شنبه د سرطان ۲۲) د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي مشر او غړو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.

د حکومت مذاکراتي پلاوی وايي دواړو لورو په دوحه کې د لیدنې پرمهال د سولې پروسې د پرمختګ او د دې پروسې پر شته ستونزو خبرې وکړې او دواړو لوریو د ستونزو د ژر تر ژره حل او د سولې پروسې ګړندي کولو پر سر ټینګار وکړ.

د حکومت مذاکراتي پلاوي ویلي، “دواړو لورو د سولې پروسې د پرمختګ د دې پروسې پر شته ستونزو خبرې وکړې. دواړو خواوو د ستونزو ژر تر ژره حل او د سولې پروسې ګړندي کولو پر سر ټینګار وکړ. د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت، د افغانستان د سولې له پروسې څخه د خپل هېواد د تلپاتې ملاتړ ډاډ ورکړ. “

زلمي خلیلزاد په دغه کتنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت، د افغان سولې پروسې څخه د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړی.

زلمی خلیلزاد د یکشنبې په‌ ورځ/ د سرطان ۲۰مه/ د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې توافق رامنځته کېدو په هدف قطر او د سیمې هیوادونو ته سفر پيل کړی دی.

قطر او سیمې ته د خلیلزاد تر سفر مخکې د افغان دولت یو پلاوي له طالب استازو سره په تهران کې په افغانستان کې د سیاسي هواري لپاره د هڅو پر متمرکز کېدو موافقه کړې وه.

بلې خوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال په نژدې وختونو کې له سره د سولې د جدي مذاکراتو پیلېدو خبر ورکړ.

حامد کرزي پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره باید رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي.

هغه وویل وسله والو طالبانو ته د ولسوالیو په نیولو هیڅ په لاس نه ورځي او ټینګار یې وکړ چې باید سولې ته غاړه کېږدي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.