خبرونه متحده عرب امارات وایي، د افغان سولې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی

 

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۱) د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل” اماراتي سیال شیخ عبدالله بن زاید سره په ابوظبۍ کې کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې پر افغان سوله او سوداګریزو اړیکو خبرې اترې شوې دي.

د دې وزارت له خبرپاڼې سره سم، د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د افغان سولې پر بشپړ ملاتړ سربېره د افغانستان د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې اجماع په پیاوړي کولو کې هم همکارۍ ته ژمن دی.

هغه دغه راز، په اماراتو کې د افغان کارګرو پر شتون خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی به په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو ستونزو په حل کې هم پوره هڅه وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.