حنیف اتمر مسکو ته رسیدلی، روسي چارواکو سره پر ۳ موضوعاتو غږېږي کب ۰۷, ۱۳۹۹

دآزادی راډیو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر روسیې ته رسېدلی دی.د بهرنیو چارو وزارت وايي، روسیې ته د ښاغلي اتمر سفر د هغه د سیال سرګي لاوروف په رسمي بلنه کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه ده ښاغلی اتمر نن پنجشنبه (د کب ۷مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف په ګډون له یو شمېر روسي چارواکو سره وګوري.

د دې وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل، ښاغلی اتمر به په یو شمېر مهمو موضوعاتو له خپل روسي سیال سره خبرې وکړي: “د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، له ترهګرۍ، افراطیت او پلان شوېو جرمونو سره مبارزه او د افغانستان د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړي کول د دې سفر موخې دي.”

ښاغلی اتمر داسې مهال روسیې ته سفر کوي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو په برخه کې ستونزې جوتې دي.

موده وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کبلوف د افغانستان د شخړې د حل په برخه کې د لنډمهالي یا مؤقت حکومت ننګه کړې وه.

افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کبلوف
په دې اړه نور:
بهرنیو چارو وزارت: د کبلوف څرګندونې له اوسنیو واقعیتونو سره په ټکر کې دي
همدا ډول روانه میاشت د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی روسیې ته ولاړ او هلته یې د دې هېواد له چارواکو سره لیده کاته وکړل.

خو دا روښانه نه ده چې ښاغلی اتمر به په دې سفر کې د دې موضوعاتو په اړه له روسیې د افغان حکومت اندېښنې مطرح کړي او که نه؟

بل‌خوا بیا د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان د ښې همکارۍ د را جلبولو لپاره عمر داوودزی اسلام ته رسېدلی دی.

د پاکستان لپاره د جمهور رئیس غني ځانګړي استازي له دې سفر وړاندې ازادي راډیو سره مرکه کې ویلي و، په دې سفر کې به له پاکستانه وغواړي چې طالبان اوربند او همدا ډول د سولې خبرو بیا ځلي پیل ته چمتو کړي.
خو پاکستان ته د عمر داوودزي له سفر سره سم، د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ویلي، هېواد به یې نور له طالبانو ملاتړ و نه کړي.

جنرال بابر پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) په خپله اوونیزه غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسلام‌اباد واک ته د طالبانو د بیا رسېدو پلوی کوي که نه؟ وویل، اوسنی افغانستان د نویمې لسیزې په څېر نه دی او پاکستان هم بدلون کړی.

نوموړي وویل:”دا چې په راتلونکې کې مسایل څه ډول مخ‌ته ځي، پاکستان په کې یوازې د اسانچاري ونډه لري او موږ دا کار کړی، بیا یې هم کوو. ولې د هغه ځای په اړه پرېکړې خپله افغانستان کوي. د افغانستان خلک او رهبري باید دا وټاکي چې دا خبرې څه ډول مخکې وړي.”
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت پاکستان تورن کړی چې د سولې په برخه کې یې هغه ډول چې اړتیا ده همکاري نه ده کړې.

د پاکستان په اړه د څرګندونو په دوام جمهور رئیس غني هرات ته د سفر پر مهال وویل، اوس‌مهال له دې هېواد سره اړیکې عادي نه دي.

د افغانستان حکومت له دې وړاندې هم له پاکستان او طالبانو غوښتي چې د خپل‌منځي اړیکو په اړه یې وضاحت ورکړی.

هغه څه چې لا یې ځواب نه دی لیدل شوی، ولې طالبانو او پاکستان دواړو په ځلونو رد کړې چې ګنې له یوه او بل سره د افغانستان د جګړې په اړه نږدې اړیکې لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.