حنیف اتمر له خپل ترک او پاکستاني سیالانو سره پر افغان سوله خبرې وکړې

 

تاند (جمعه د ثور ۳) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د ترکیې د بهرینو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره یوه درې اړخیزه ناسته کړې.

ویل کېږي په دې درې اړخیزه ناسته کې د سولې اړوند مسایلو، د افغان سولې مذاکراتو بیا پیل او په دې هکله د سیمه ییزې اجماع رامنځ ته کولو په هکله خبرې شوي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، دا ناسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په کوربتوب جوړه شوې وه چې افغان سوله کې د پاکستان او ترکیې رول په هکله یې خبرې کړي.

د دې وزارت چارواکو هیله ښودلې چې د ترکیې درې اړخیزه ناسته به ښې پایلې ولري او زیاته کړې یې ده چې ښاغلي اتمر په دې ناسته کې په انلاین ډول برخه اخیستې وه.

دا ناسته داسې مهال کېږي چې د افغانستان سولې اړوند د استانبول کنفرانس ځنډيدلی دی.

ټاکل شوې وه د روانې اپریل میاشتې په ۲۴مه په استانبول کې د افغان سولې په هکله غونډه جوړه شي، خو طالبانو په کې له ګډون څخه انکار کړی دی.

داسې ښکاري چې دا غونډه تر روژې وروسته جوړه شي.

که څه هم طالبانو او افغان حکومت په دې هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو طالبانو ته ځېنو نږدې سرچینو ویلي چې دې ډلې د ترکیې ناستې لپاره ځینې نوي شرطونه وړاندې کړي دي.

د دې سرچینو په خبره وسلوالو طالبانو د ترکیې د ناستې د ګډون لپاره په نویو شرطونو کې د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کېدو او دغه راز د ملګرو ملتونو له تور لېسته څخه د خپلو مشرانو د نومونو لرې کول یاد کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.