جو بایډن: ګرانه ده چې امریکايي پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي وری ۰۶, ۱۴۰۰

دآزادی رډیو

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، په تخنیکي دلایلو ګرانه ده چې امریکايي پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.

د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ حکومت او طالبانو په قطر کې د ۱۸ میاشتو خبرو په پای کې د تېر کال د مې په ۲۹مه نېټه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس‌یې امریکايي پوځیان د سږ کال د مې تر لومړۍ پورې له افغانستانه وځي او په بدل کې یې طالبانو منلې چې له القاعده او نورو ترورېستي ډلو سره به اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی به کموي او د افغانستان له حکومت سره به د سولې خبرې کوي.

ولسمشر جو بایډن د جنورۍ په ۲۰مه د واک له ترلاسه کولو وروسته وویل چې له طالبانو سره د ټرمپ د حکومت د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې موافقه له سره ارزوي.
جو بایډن له کله چې د امریکا د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې پرون په خپل لومړني رسمي خبري کنفرانس کې وویل: “په تخنیکي دلایلو ګرانه ده چې د مې د لومړۍ نېټې ضرب‌الاجل عملي شي. زما اراده نه‌شته چې هلته د ډېر وخت لپاره پاتې شو. موږ به ووځو، خو پوښتنه دا ده چې کله به ووځو.”

جو بایډن په افغانستان کې د امریکا د متحدانو یادونه هم وکړه، ویې‌ویل چې دی او د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن هڅه کوي چې له خپلو متحدانو سره وویني، هغه متحدان چې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ځواکونه لري او چې کله ځواکونه باسي په خوندي ډول‌یې وباسي.

ده د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې د بلېنکن ګډون ته په اشارې وویل چې له هغوی سره‌یې مشورې کړې دي.

په افغانستان او امریکا کې ځیني چارواکي او کتونکي اندېښنه ښيي چې که امریکايي پوځیان په افغانستان کې د سولې په اړه له یوه جوړجاړي مخکې ووځي ښايي هغه ټولې لاسته راوړنې ضایع شي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه شوې دي.

د امریکا د سنا جرګې د وسله‌والو خدمتونو د کمېټې رئيس ادم سمېت وړمه ورځ د بایډن له حکومته وغوښتل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو نېټه اوږده کړي.

ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري
په دې اړه نور:
د امریکا استازو جرګې یو غړی: بایډن غواړي له افغانستانه د عسکرو د وتو نېټه وغځوي
ښاغلي سمېت وویل، لا په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه‌‌ده شوې، خو د مې تر پایه به د دې چارې بشپړول ډېر ستونزمن وي او امریکا په دې ارزونې هم بوخته ده چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد عسکرو د پاتې کېدو په اړه څه ډول پرېکړه وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړې وروسته، نږدې ۱۲ زره امریکايي عسکر له افغانستانه وتلي او اوس‌مهال یې یوازې ۲،۵۰۰ سرتېري پاتې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.