په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو استازو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو توافق کړی،

 

تاند ( پنجشنبه، د سرطان ۱۷ مه) په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو استازو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو توافق کړی، چې جګړه نور د حل لار نه ده او باید ټولې هڅې پر سیاسي حل متمرکزې شي.

د تهران د ناستې په ګډه اعلامیه کې، چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم خپره کړې، راغلي چې په ایران کې د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ ناسته په دوستانه فضا کې ترسره شوې او دواړو لوریو ویلي چې جګړه د هېواد او هېوادوالو په زیان ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، په دې ناسته کې دواړو لوریو ټینګار کړی دی چې جګړه د حل لار نه ده او د سولې لپاره روانې هلې ځلې باید لا ګړندۍ شي.

اعلامیه زیاتوي، په یاده ناسته کې دواړو لوریو پرېکړه کړې، هغه موارد چې مشورې او لا ډېر وضاحت ته اړتیا لري لکه، له جګړې څخه تلپاتې سولې ته رسېدل، د طالبانو د خوښې وړ نظام او د ورته نورو موضوعاتو لپاره باید په نږدې راتلونکې کې بله ناسته هم ترسره شي څو دواړه لوري پکې یوې هوکړې ته ورسېږي.

اعلامیه دغه راز زیاتوي چې دواړو لوریو د عامه تاسیساتو، ښوونځیو او جوماتونو ویجاړول غندلي او ویلي یې دي چې د دې کړنو ترسره کوونکي باید سزا وویني.

دواړو لوریو دغه راز د تهران ناسته د افغانستان د ستونزې د حل لپاره اغېزناکه بللې او د ستونزو پر ډیپلوماټیک حل یې ټینګار کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.