جرمني: له افغانستانه د سرتیرو په وتلو ناټو د سولې بهیر ته غلط پیغام ورکولی شي

دآزادی راډیو

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وایي، ناټو باید تر ټاکلي وخت مخکې له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره د سولې خبرې له ستونزو سره مخ نه کړي.

هغه دا خبره نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۱مه) د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترغونډې مخکې چې په انلاین بڼه جوړېږي، کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ماس ویلي، د ناټو د متحدانو په توګه موږ باید دا مسئله یقیني کړو چې په افغانستان کې د نورو پوځیانو کمېدا پر مشخصو شرطونو پورې وتړو.

له افغانستانه د ناټو ځواکونو په بېړه وتلو سره جرمني وايي، ناټو دې د سولې خبرې له ستونزو سره نه مخ کوي
هغه زیاته کړې چې د هغو پرمختګونو چې تراوسه مو کړي، د خوندي کولو لپاره راته پکار ده چې له هر بیړني اقدام څخه ډډه وکړو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې له روان بهیر سره د ناټو تر مشرۍ لاندې ماموریت په چوکاټ کې د ځواکونو د احتمالي کمېدا په اړه دغه اندېښنه داسې مهال راپورته کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړه کړې چې د را روان ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري تر نیمایي پورې به دوه زره امریکایي سرتیري له افغانستانه وباسي او شمېر به یې دوه نیم زرو ته راکم شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي، دا غوښتنه له خپلو متحدانو د دې لپاره کوي چې وضعیت ښه وڅیړي او وګوري چې ایا له افغانستانه د نورو سرتېرو د ایستلو لپاره شرایط څومره اماده دي، څو د سولې د بهیر پر وړاندې د غلط پیغام ورکولو مخنیوی وشي.
د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر تر دې څرګندونو مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم پرون دوشنبه (د لېندۍ ۱۰مه) اندېښنه څرګنده او ویې ویل، په داسې حال کې چې متحده ایالات غواړي یو زیات شمېر سرتیري له افغانستانه وباسي، دغه پوځي تړون په دې هېواد کې د خپلې راتلونکې په اړه له یوه مبهم حالت سره مخ دی، هغه هم په داسې یوه وخت کې چې د طالبانو او د نورو سخت دریځو ډلو حملو زور اخېستی دی.

سټولټنبرګ د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې پر دې ټینګار وکړ چې د ناټو غړي که هره پریکړه کوي باید په ګډه او سنجول شوې توګه یې وکړي.
جرمني په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې شاوخوا ۱۱سوه سرتیري لري چې ډېری یې په بلخ ولایت کې دېره دي.

په دې وروستیو کې د دې هېواد د پوځي چارواکو له قوله راپورونه ورکړل شول چې جرمني شاوخوا سل سرتیري د بلخ له څنګلوري کندوز ولایته ایستلي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.