بایډن: له دې وروسته القاعده او داعش افغانستان ته ګواښ نه دی

 

تاند(شنبه، د جوزا ۸) د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې وایي، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هم په دغه هېواد کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري.

بایډن تېره ورځ په ویرجینیا ایالت کې یوې غونډې ته ویلي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان ته د القاعده ډلې له لوري جدي ګواښ پېښ نه شي.

هغه ټینګار کړی دی چې د القاعدې یا داعش د بریدونو تر ټولو لوی ګواښ او احتمال تر دې وروسته له افغانستان څخه نه دی.

بایډن د ځای له مشخصولو پرته ویلي چې دا ګواښ هغو پنځو سیمو ته متوجه دی چې د داعش په ګډون د القاعدې او تنظیمي جوړښتونو لپاره پکې زمینه برابره ده.

هغه دغه راز د راتلونګو ګواښونو د مخنیوي لپاره د تجهیزاتو د چمتو کولو خبره هم کړې ده.

په ورته وخت کې ډیفنس ون خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي دي دوی په افغانستان کې خپل هدف تر لاسه کړی دی نو باید خپل سرتېري له دغه هېواد څخه وباسي ویلي، امریکا دې یوازې خپل سرتېري له افغانستان څخه نه وباسي بلکې هغه پرېکړه لیک دې ختم کړي چې جګړې ته یې اجازه ورکړې ده.

خپرونه وړاندې وایي، د سپټمبر میاشتې له ۱۱مې وروسته کانګرس یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر بنسټ یې امریکایي پوځ ته واک ورکړل شو چې د ترهګرۍ ضد بې پایه جګړه پیل کړي.

ډیفنس ون زیاته کړې چې که چېرته افغانستان کې د امریکا ماموریت پای رسېدلی وي نو ایا د دې ماموریت جواز هم پای ته رسېدلی او که څنګه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.