اندونیزیا: که افغان حکومت او طالبان موافق وي، ترمنځ یې منځګړتوب ته چمتو یو ۲ ساعته مخکې

دآزادی راډیو

د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر او د محمدیه د علماوو سازمان رئیس یوسف کالا وړاندیز کړی چې د هېواد دیني عالمان یې چمتو دي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې بشپړه مرسته وکړي.

ښاغلی کالا چې اوس‌ مهال په کابل کې دی ویلي، دوی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه‌توب ته هم تیار دي او د خپلو دیني عالمانو په ژبه به له دواړو لوریو وغواړي چې د سولې خبرې په اندونیزیا کې وکړي.

یوسف کالا تېره شپه د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر مسوولانو سره هم کتلي دي.

د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یوسف کالا دوی ته ویلي، که افغان حکومت او طالبان هوکړه وکړي، د اندونیزیا دیني عالمان د دوی ترمنځ منځګړتوب ته هم چمتو دي.
دی وايي: “اندونیزیا د سولې خبرو د کوربه‌توب لپاره چمتووالی لري او په ورته وخت کې یې وویل چې چمتو دي د کارونو په اسانتیا کې هم مرسته وکړي. دوی د دواړو لوریو ترمنځ د منځګړتوب خبره هم وکړه، خو دا یې د دواړو لوریو په هوکړې پورې تړلې وبلله.”

د ملي مصالحې عالي شورا له قوله، اندونیزیا افغانستان کې له روانې جګړې سره مخالفت لري او هڅه کوي چې دې هېواد کې سوله راشي.

د اندونیزیا د محمدیه دیني عالمانو سازمان رئیس داسې مهال افغان حکومت او طالبانو ته د خبرو د منځګړتوب وړاندیز کوي چې دواړه لوريو راتلونکي پړاو خبرو ته چې بیا هم د قطر په دوحه کېږي، خپل چمتووالی ښودلی.

له دې وړاندې افغان حکومت طالبانو ته په افغانستان کې د سولې د راتلونکي پړاو خبرو بلنه ورکړې وه، خو طالبانو دا کار د سولې خبرو تخریب وباله.

که څه هم د اندونیزیا پخوانی مرستیال ولسمشر او د محمدیه د دیني عالمانو سازمان رئیس یوسف کالا هیله ښودلې چې د خپلو وړاندیزونو په اړه به ژر مثبت ځواب ومومي، خو د ملي مصالحې عالي شورا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو له دې وړاندې افغان حکومت ویلي، د افغانستان د سولې لپاره له ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چې له مخې یې په دې هېواد کې تل‌پاتې سوله راشي.

افغان حکومت په دې برخه کې اندونیزیا یو ښه مرستندوی یاد کړی دی.

طالبان هم د اندونیزیا د نویو وړاندیزونو په اړه څه نه وايي، خو موده وړاندې یې په قطر کې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، د سولې خبرو ځای د دواړو لوریو په هوکړه ټاکل شوی.

طالبانو دا هم ویلي چې د سولې په خبرو کې به د دواړو لوریو ترمنځ هېڅ منځګړی نه وي او یوازې قطر یې د اسانچاري په توګه یاد کړی چې هغه به هم د دواړو لوریو په مخامخ مذاکراتو کې ګډون نه کوي.

اندونیزیا د امریکا، قطر، جرمني او ناروي په ګډون د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې هم دی چې د افغانستان د سولې پروسې څخه څارنه کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.