امریکا: پر طالبانو د امریکا له ګواښ ساتلو هېڅ اعتماد نشته

 

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۸) د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر انتوني بلینکن وایي، پر طالبانو یې باور نشته چې امریکا دې له ګواښونو وساتي.

هغه تېره ورځ امریکا کې د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د خبرو په ترڅ کې ویلي، چې طالبانو د دوی اعتماد له منځه وړی او واشنګټن نشي کولې پر دې ډله د امریکا د ګواښونو ساتلو باور وکړي.

نوموړي ویلي، القاعده سره د طالبانو پټې اړیکي او ددوی وروستئ کړنې دا په ډاګه کوي چې طالبان د اعتماد وړ ندي او دوی نشي کولې د داعش او یا القاعده له ګواښونو د امریکا د ساتلو باور پرې وکړي.

بلینکن دغه راز زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتل د امریکا خپله پرېکړه ده او دې برخه کې امریکا د خپل امنیت ساتلو لپاره د پوځیانو وتل په شرایطو پورې تړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، امریکا د خپلې بهرنۍ تګلارې پر بنسټ دې ته تیاره ده چې یوه اوږده جګړه د خبرو له لارې حل کړي، خو زیاتوي چې په هېڅ وجه به له شته لاس ته راړونو هم تېر نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د حکومت نوی ادارې خبر ورکړی چې طالبانو سره دوحه کې ترسره شوې هوکړه له سره ارزوي او دې برخه کې به له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.