امریکا د بشري چارو لپاره افغانستان ته د پیسو پر لېږلو بندیز پای ته ورساوه

 

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۱۴مه) د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ چې نړیوال بانکونه د بشري مرستو په هدف افغانستان ته پیسې لېږلی شي او مرستندویې ډلې هم اجازه لري چې د طالبانو پر ضد د بندیز له بېرې پرته په افغانستان کې ښوونکو، د روغتیايي برخې کارکوونکو او دولتي موسسو ته پیسې/ معاش ورکړي.

د امریکا له لوري پر طالبانو د بندیز له کبله ډېرو مرستندویو موسسو نه شوای کولی چې افغانستان ته مرستې واستوي.

خو د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د دې تازه لارښود پر اساس بانکونه نور کولی شي چې د بشري مرستو لپاره د افغانستان دولتي او خصوصي بانکونو ته پیسې انتقال کړي.

د امریکا دا اقدام به د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت له ښه کېدو سره نوره مرسته هم وکړي. په وروستیو ورځو کې افغانستان ته د نړیوالو موسسو د مرستو له رارسېدو سره د ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت شاوخوا ۷ سلنه زیات شوی دی.

پرون د کابل په شهزاده سرای کې هر ډالره په ۹۴ افغانۍ تبادله شو.

د امریکا د خزانې وزارت همداراز ویلي چې مرستندویې موسسې د بشري چارو لپاره افغانستان ته نغدې پیسې لېږلی شي او نه یوازې روغتونونو بلکې د دولتي ښوونځیو ښوونکو ته هم معاش ورکولی شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش پرون / چهارشنبې امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی. د سرمنشي په وینا په ۲۰۲۲ کې په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل ۱۶ مخیز راپور کې چې د امنیت شورا لپاره یې چمتو کړی دی، ویلي چې افغانستان اوس له څو بحرانونو سره مخامخ دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.