امریکا د افغانستان دفاع وزارت ته ۶۴۰ نوي جنګي وسایط ورکړل

دامریکا غږ

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان له دفاع وزارت سره د ۶۴۰ بېلابېلو پوځي وسایطو مرسته وکړه.

د افغانستان دفاع وزارت نن چهارشنبه فبروري ۲۴ (کب شپږمه) ویلي چې په یادو جنګي وسایطو کې ۴۰۳ هاموې ټانکونه، ۴۳ رنجر موټر، ۲۳ امبولانسونه او ۱۷۰ موټرسایکلونه شامل دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پوځي وسایط نن د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت په لوجستیک قوماندانۍ کې دفاع وزارت ته تسلیم شول.

د اعلامیې له مخې د دغه وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل د امریکا متحده ایالاتو د دې کومک نه مننه کړې او ویلي یې دي: “د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په لومړیتوب کې د ملي اردو ځواکونو ظرفیت او وړتیا لوړونه ځای لری، تر څو د دې وزارت د برنامې او ستراتیژۍ پر بنسټ ملي اردو ځواکونه په نوو جنګي تجهیزاتو مجهز شي.”

د افغانستان د ټکنالوژۍ د تامیناتو او لوژستیک مرستیال عبدالله رقیبي هم ویلي چې له دغو وسایطو او تجهیزاتو څخه به د امنیت د ښه والي او تينګښت په برخه کې ګټه واخیستل شي.

د بیان له مخې تمه ده چې یاد پوځي وسایط ټولو سیمه ییزو قول اردوګانو ته واستول شي..
د افغانستان دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو په تیرو څو کلونو د افغانستان ملي اردو هوايي قواو ته څلور A29 طیارې او څلور UH60 هلیکوپټرې ورکړي دي. او ملي اردو یې په بېلابېلو تجهزاتو سمبال کړې ده.

د افغانستان له ملي اردو سره دا مرستې پر داسې مهال کیږي چې په دغه هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې خبرې یو ځل بیا پيل شوي دي.

افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي که چیري وسله وال طالبان د سولې پر ځای جګړه انتخاب کړي افغان ځواکونه هم د هیواد دفاع ته چمتو دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویلي چې له افغان ځواکونو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ژمنه تر ۲۰۲۴ کال پورې پر پر خپل ځای ده او په وینا یې د ملي اردو سرتیري د وسلې او نورو پوځي تهجزاتو له اړخه په کافي اندازه اکمال شوي او په دې برخه هیڅ ستونزه نشته.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.