افغان روغتيايي بحران؛ WHO ورته ۱۶۰ ميليونه ډالره برابر کړي

 

تاند:( چارشنبه ، د قوس اوولسمه)‏‏‏ د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان يو شمېر استازو نن په کابل کې د طالبانو د رييس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له استازي لیو ډیپني سره څخه، د صحتمندۍ پروګرام ته د مالي امکاناتو برابرولو له امله مننه وکړه.

هغه وویل: تاسو د ژمنو ترڅنګ عمل هم کوئ او موږ ژمن يوو، چې ټولو وړاندیزونو او غوښتنو ته مو رسیدګي وکړو.

ويل شوي، چې د روغتیا نړیوال سازمان استازي په افغانستان کې د صحتمندۍ پروژې پر دوام د ټینګار ترڅنګ وویل: د دې پروژې د دوام لپاره مو د روان کال تر پایه ۶۰ میلیون ډالر او د راتلونکي کال تر نیمایي ۱۰۰ میلیون ډالر مالي سرچینې برابرې کړې دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان يوه لويه برخه روغتيايي مرکزونه تړل شوي او روغتيايي بحران هم رامنځته شوی.

طالبان د‌ دې بحران د حل لپاره هم له ټولو نړيوالو مرستندويانو سره په تعامل کې پاتې راغلي او په دې خاطر له سختو نيوکو سره مخامخ دي.

له حکومت څخه د متخصصينو ويستل او ملایانو ته د ټولو وزارتونو او ادارو سپارل د طالبانو او نړيوالو مرستندويانو د نه تعامل یو لوی دلیل ګڼل کېږي.

د مخکيني نظام د عامې روغتيا وزارت سرپرست، چې د تېر نظام پر مهال يې هم د روغتيايي سکتور په غیر سیاسي والي او د طالبانو په ګډون ټولو افغانانو ته د يو ډول روغتيايي خدمتونو ټینګار درلود، له طالبانو سره هم کار ته چمتووالی ښودلی و.

طالبانو هغه هم د واکمنۍ په لومړۍ مياشت کې له دندې ګوښه او پر ځای يې يو طالب وټاکه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.