‘افغانستان کې د اوبو د ۱۳بندونو پر جوړولو کار روان دی’

دامریکا ږغ

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې اوس مهال دغه هېواد کې د اوبو د ۱۳ بندونو په جوړولو کار روان دی او په پام کې ده چې ژر ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

د یادې ادارې د چارواکو په وینا هلمند کې پر کجکي، فراه کې پر بخش اباد، پکتیکا کې پلتو، غزني کې پر سلطان، زابل کې پر توري، کابل کې پر شاه او عروس، هرات کې پر پاشدان، بدخشان کې پر شورابک او ارزګان کې پر شفلوغ او سراب بندونو باندې د جوړونې چارې روانې دي.

د اوبو د چارو د تنظیم ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن جمعه مارچ ۲۶ (وری۶) امریکا غږ ته وویل: “کابل کې پر شاه توت بند کار نوی پیلیږي او د شاه او عروس او شورابک بندونو د جوړښت چارې ختمېدو ته نیږدې شوي دي.”

له دې مخکې د افغانستان حکومت ویلي و چې په روانې میاشتې کې به د شاه او عروس بند د اوبو زېرمه کول پیل شي.

نظام خپلواک د پاشدان بند په اړه هم وویل: “پاشدان د ۲ میګاواټو برېښنا د تولید وړتیا لري. ۱۸ زره هکټاره ځمکه خړوبوي او ۵۴ میلیون متر مکعبه اوبه زیرمه کولی شي. د دغه بند د جوړښت ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوي دي.”

د پاشدان بند د جوړولو چارې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې وې او ویل شوي و چې د درې کلونو په اوږدو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي خو د بیلابېلو لاملونه له کبله تر اوسه نه دی بشپړ شوی.

دا په داسې حال کې ده چې نیمروز کې د کمال خان بند دوه ورځې مخکې د ولسمشر غني له خوا پرانیستل شو.

ښاغلي غني یو ځل بیا وویل چې اوبه د افغانستان عزت دی او د مدیریت لپاره به یې هڅه وکړي.

هغه دا هم وویل چې له دې وروسته به هېڅ هېواد ته وړیا اوبه ورنکړي او که ایران د دواړو هېوادونو د هوکړې نه ډېرې اوبه غواړي افغانستان ته دې په بدل کې تېل ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.