افغانستان په یوه پېړۍ کې

 

۳ځپرکی
۴برخه
استاد شهسوارسنګروال
د محمد نادرشاه تربګنۍ
د نادرشاه د واک په مهال بيا هم فکر کېده چې هرومرو پاچا امان الله چې د افغانستان رښتنی پاچا ګڼل کېده واک ته رسېږي.
د دې اوازو او انګازو لاملونه جوت ول. هم يې کورنی اړخ درلود او هم بهرنی.
په هېواد کې دننه کوم لاملونه چې ډېر مهم او د پام وړ وو لنډيز يې داسې دی:
– د نادرشاه له واک نه وروسته د برېتانوي هند چارواکو پر ډېرې چټکۍ هڅه وکړه چې د قبايلو دوديزې خپلواکۍ ته د پای ټکی کېږدي. امان الله خان نه يوازې له دغو قبايلي سيمو نه خپل ملاتړ په ډاګه کړی وه بلکې د هند له ازادي بښونکي غورځنګ سره يې هم خپله ننګه اعلان کړې وه.
ولي محمد نادر خان د انګرېزانو د بريدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شو.
پدې سره ډېر قبايل د ډيورنډ کرښې دواړو غاړوته له نادرشاه نه ډېر خواشيني شول. په ځانګړي ډول د مسيدو او وزيرو مشران چې د افغانستان په نجات کې رغنده ونډه درلوده.
لوډويک اډاميک پخپلو څرګندونو کې په دې تړاو ډاګيزه کړې ده: «د برېتانيا د پرلپسې بريدونو سره سره ازاد قبايل د برېتانوي هند په قلمرو کې راوستل شول، ولې بيا هم قبايل يې ختم نشو کړی.»(۱) په ټوله کې د افغانستان وګړي د برېتانوي هند په پټو او ښکاره بريدونو او د سيمې په کورنيو چارو کې لاسوهنې ډېر په غوسه کړي ول. نو ځکه خو د نادرشاه په پټه خوله پاتې کېدل د ځغم وړ نه ول.
– د سراولف کارو په ليکنو کې هم داسې انګېرنې تر سترګو کېږي چې:
«د نادرخان دغه فرېبکاري د سرحد خلکو، د مسعودو او وزيرو لپاره ښه وسيله وه. د امان الله خان خواخوږو څو ځلې هڅې وکړې چې د مسيدو او وزيرو په مرسته د ۱۹۲۹ کال برياليتوب دا ځل د امان الله خان په ګټه وڅرخوي، کابل ته لاړ شي او يحيی خېل را وپرځوي.»(۲)
نادرخان لا ژوندی وو چې د مسيدو او وزيرو جنګيالي د ډيورنډ له کرښې را واوښتل او د خوست په متون کې ځای پرځای شول. په خوست کې د لېوني ملا په نوم يو چا پاڅون وکړ چې ډېر زر غلی شو، ولې د نادر خان د ګواښلو لپاره بې اغېزې نه وو.
– د نادرشاه د واک په لومړيو شېبو کې د غزني او کندهار تر مينځ يوشمېر غلجي قومونو پاڅون، دا يو بل ګواښ وه چې حکومت يې ولړزوه ولې مشر يې عبدالرحمن تره کی ډېر ژر د حضرت صاحب له خوا د لاسه کړی شو.
– د جون په مياشت (۱۹۳۰ ز کال) کې د حبيب الله کلکاني په خواخوږی يو بل ستر پاڅون د پروان او کوهستان وګړو لخوا را مينځته شو چې د جنوبي قبيلو لخوا په ډېرې بې رحمۍ وځپل شو.
«د دغه اړدوړ د ارامولو لپاره ۲۵ زرو قبايلي جنګياليو برخه اخستې وه، امنيت يې راووست خو ډېر ځاني او مالي زيانونه يې خلکو ته واړول.»(۳)
مير محمد صديق فرهنګ هم د دې پېښې له مخې پلو پورته کړی دی او کاږلي يې دي: «د دې پاڅون لامل د مامورينو ناوړه چلن وه چې له خلکو يې د هغو وسلو او پيسو غوښتنه کوله چې د سقاو زوی له ځان سره له کابل نه را تښتولي ول… د خلکو شکايت ته چا غوږ کېنښود نو پاڅون يې وکړ… سرتېرو يې مخه ونشوه نيولی او عبدالوکيل خان نورستاني هم شهيد کړی شو… هماغه وه چې جنوبي قبايلو پرې بريد وکړ… نه يوازې ياغيان وځپل شول بلکې د کورنيو يوشمېر غړي يې هم له ځان سره پکتيا ته بوتلل.»(۴)
– د امان الله خان پلويان هم پټه خوله نه وو ناست، د خلکو په مينځ کې د خبرو او ليکنو له مخې د «يحيي» د کور نۍ په وړاندې تبليغ کاوه.
امان الله خان يې د تخت او پاچاهۍ رښتنی وارث ګاڼه. او نادرخان يې د انګرېزانو لاسپوڅی.
نو پدې بنسټ ویلی شو چې د محمد نادرشاه په وړاندې کورنۍ او بهرنۍ دواړه غاړې فعاله وې او امان الله د اروپايي غورځنګ سروال وه.
په بهرني اړخ کې برېتانوي هند هم د قبايلو د اېل په پلمه له يوې خوا له نادر خان سره خپله سياسي خواخوږي ښوده او له بلې خوا يې قبايل د دې لپاره ځپل چې ګني په افغانستان کې ثبات او سمسمکی راشي.
انګرېزانو چې دا هر څه په ډېرې چټکۍ تر سره کول دا وېره ورسره وه چې امان الله خان بيا واک ته و نه رسېږي.!؟ نوځکه يې په سرحد کې خپله تګلاره بيا له سره پيل کړه. د برېتانوي هند په ملي ارشيپ کې داسې لاسوندونه شتون لري چې د برېتانيا استخباراتو او څارګرو به امان الله پل په پل څاره، د ساري په توګه هغه مهال چې پاچا په ۱۹۳۱ ز کال د فبروري په مياشت کې قسطنطنې او انګورې ته لاړ چې د استانبول او انقرې پنوم يادېږي. دوی ته دا څرګنده شوه چې د ترکيې د خلکو خواخوږي له امان الله خان سره شتون لري او په سر کې اتاترک ته دی ډېر ګران هم وه.
نو ځکه انګرېزانو داسې انګېرله چې ښايې امان الله به د مالي او سياسي ملاتړ لپاره ترکيې ته تګ او راتګ کوي. دغو څارګرو ته دا هم څرګنده وه چې امان الله په هېواد کې دننه او بهر اړيکې لري همدا راز په کابل کې د برېتانيې شارژ د افير «ګولډ» هم خپله اندېښنه تل برېتانوي چارواکوته ډاګيزه کړې وه چې امان الله پدې اند دی چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره شوروي چارواکي اوبرېتانويان سيالۍ کولوته ولمسوي.
که څه هم شوروي اتحاد د نادرخان حکومت په رسميت وپېژند ولې کوم سياسي باور يې چې پر پاچا امان الله درلود هغسې يې نادر شاه د انګرېزانو په پرتله رښتنی دوست نشو ګڼلی.
د همدې بهرنيو لاملونو په لړ کې د جرمني، ايټاليا، بلجيم، سويس او نورو اروپايي هېوادونو انګېرنې او رول هم له پامه نشو غورځول کېدی.
د دې لپاره چې نادر شاه د کور د ننه او بهر د امان الله خان دوستان ښه پېژندلي وي چې له هېواد نه بهر يې دندې لرلې نو له دوی سره يې په سر کې خپلې اړيکې ټينګې کړې او بيا يې يو شمېر افغان نړيوال شخصيتونه له مينځه يوړل.
۱ – د څرخي کورنۍ:
موږ دمخه د دې کورنۍ په اړه يوه لنډه يادونه کړې وه چې د دې کورنۍ يو شمېر غړو د کور دننه او بهر يو ښه شهرت درلود.
له هېواد نه بهر د دې کورنۍ غړو په ترکيې (انقره کې)، مسکو، برلين او پاريس کې دېپلوماتيک استازي درلودل. په څرخي کورنۍ کې لومړی مشر څرخي غلام حيدر خان يوسفزی وه.
دی هغه سپه سالار وه چې د هېواد ډېرو ستونزو ته يې لاس رسی درلود او دامير عبدالرحمن خان (۱۸۸۰ – ۱۸۹۰ زکالو) يو نامتو سپه سالار وه.
د ده زامن هم له ده نه وروسته په سلطنتي دربار کې لوړ رتبه چارواکي ول چې موږ څرخي غلام نبي خان، غلام صديق خان، غلام جيلاني خان، د دوی نور وروڼه او د کورنۍ غړي ګڼل شوي ول، يادولی شو. که څه هم دوی د عبدالاحمد خان پر وژلو تورن (۱۹۱۳ – ۱۸) ول او شمال ته تبعيد شوي وو خو بيا امير وبښل.
غلام نبي خان که څه هم د غلام صديق خان څرخي په څېر مسلکي دېپلومات نه وه. خو بيآ هم له پوځي چارو سربېره دوه ځلې په مسکو کې افغان سفير وټاکل شو. لومړی له ۱۹۲۱ نه تر ۱۹۲۴ کال پورې. دويم ځل په ۱۹۲۸ ز کال د حبيب الله طرزي په ځای واستول شو. له دې نه دمخه د دوه کالو لپاره (۱۹۲۶ – ۱۹۲۸) په پاريس کې د افغان سفير په توګه په دنده ګمارل شوی وه.
د نادر خان او څرخي وروڼو تر مينځ له پخوا نه يوه سيالۍ موجوده وه. ولې کله چې دوی د امان الله خان له نږدې ملاتړو څخه وګڼل شول او غلام نبي خان د ده په ملاتړ له شوروي نه مزارشريف ته راغی. يا کله چې څرخي د محمد نادرخان پرځای د پاريس سفيرشو، لا يې د نادر خان غوسه را وپاروله. د نوموړي دغه غوسه هغه مهال څو برابره شوه چې:
«په اروپا کې مېشت افغان روڼ اندو د نادرشاه په وړاندې يو ګوند جوړ کړ، چې د امان الله تر رهبرۍ لاندې د ګوند مشران دغه کسان ول: محمود طرزي، غلام نبي خان څرخي چې (په ترکيه کې وه)، شجاع الدوله خان، غلام صديق خان څرخي او عبدالهادي خان داوي (په برلين کې)، عبدالحسين خان (په روم کې)، په اروپا او ترکيې کې يو شمېر محصلين او د سفارت غړي هم د دې ګوند غړي ول. د ګوند تګلاره او کړنلاره تسويد شوه، په برلين کې مطالعه شوه او په سويتزرلند کې پدې تړاو يوه پټه غونډه جوړه شوه، چې يو شمېر لري شوي او په دنده پاتې سفيران هم پکې ول.
پدغه استازو کې يو هم عبدالحسين خان عزيز (په روم کې مختار وزير) وو.«وروسته يې د ګوند غړي په ګوته کړل. دغه نقاب دار سردار د غونډې پرېکړې نادرشاه ته واستولې، چې له کبله يې د دغې غونډې غړي له ستر ګواښ سره مخ کړل»(۵)
نادرخان د خپل واک او ځواک له مخې پدې پوهېده چې سمدلاسه دومره پياوړی نه دی چې د امان الله له پلويانو سره مقابله وکړي نو کوښښ يې کاوه چې د پاچا امان الله پلويان هم دلاسه کړي. او هم يې يو په بل بې باوره کړي.
د همدې لامل له مخې عبدالهادي خان داوي يې د ډسامبر په مياشت کې د څرخي غلام صديق خان پر ځای (۱۹۲۹ ز کال) د سفير په توګه وټاکه.
څرخي غلام نبي خان يې په همدغه نېټه په انقره کې سفير کړ او د ده ورور غلام جيلاني يې وګماره چې په توکيو کې د سفارت دنده پر مخ بوځي، ولې ده دندې ته يې غاړه کېنښوده.
نادرشاه په دې اند وه چې څرخي وروڼه له کابله لرې وساتي نو ځکه يې څرخي غلام صديق ته بيا سپارښتنه وکړه چې په برلين کې د سفارت دنده له سره پيل کړي.
نوموړی پر ۱۹۳۱ ز کال د جولای په مياشت کې جرمني ته وخوځېد.
که څه هم څرخي غلام نبي خان په ۱۹۳۰ ز کال له سفارت نه استعفا وکړه او د يوه سرخلاصي ليک په ترڅ کې له نادرشاه نه وغوښتل چې له پاچاهۍ نه لاس واخلي او د ولس په خوښه نوی پاچا وټاکل شي.
نادرشاه او د حکومت چارواکي په دې لټه کې ول چې څرخي غلام نبي خان وڅاري.
داسې انګېرنې وې چې نوموړی په پټه کوهدامن ته راغلی دی او له ابراهيم بېګ سره يوځای يې د نادرشاه په وړاندې خلک پاڅون ته را وبلل.
د ده په تړاو دا هم ويل کېدل، د پاچا په وړاندې چې کوم پرو پاګند کېده تر شا يې د څرخي غلام نبي خان لاس وه. په هغه مهال داسې انګېرنې هم وې چې پېښور کلابند شوی دی او انګرېزان ډېر ورختا دي… داسې خبرې هم د ژبو په سر وې چې د هند برېتانوي چارواکي د نادرشاه په ملاتړ کابل ته په پټه وسلې او پيسې لېږي.
د څرخي غلام نبي خان په اړه د نادرخان څارګر پدې بريالي شوي ول چې داسې پټ لاسوندونه له انقرې نه ترلاسه کړي چې «يوشمېر ليکونه د پاچا امان الله خان لخوا شجاع الدوله خان، يوشمېر افغان محصلينو او نورو ته د غلام نبي خان په نوم لېږل شوي ول. داسې پکې تر سترګو کېدل چې ګوند د نادرشاه په وړاندې اقدام کوي.»(۶)
د دومره خبرو سره سره غلام نبي خان څرخي په ۱۹۳۲ ز کال د سپتمبر په مياشت کې کابل ته لاړ. په سر کې نادرشاه له ده نه تود هرکلی وکړ، د «اډاميک» په اند پاچا ده ته څو وړانديزونه وکړل:
«د دواړو کورنيو تر مينځ خېښي او خپلوي، په بهر کې مېشت کېدل او د معاش په منلو د افغانستان په کورنيو چارو کې نه لاس وهل، خو دا ټول وړانديزونه ونه منل شول.»(۷)
په ښکاره داسې انګازې او اوازې وې چې د يحيی کورنۍ او څرخي کورنۍ تر مينځ روغه جوړه شوې ده.
غلام نبي خان چې د يوې مياشتې په شاوخوا کې په کابل کې استوګن وه ګڼ شمېر د ده او د امان الله خان خواخوږي او پلويان به ترې را چاپېر ول. پکې د نادرشاه څارګرو هم ونډه اخسته چې د ده له پرېکړو حکومت خبر کړي.
نادرشاه ته لا دغه اندېښنې د زغم وړ نه وې چې خبر شو د وزيرستان وګړو او د لويې پکتيا يو شمېر قومونو په سر کې دري خېلو کوم اړدوړ جوړ کړی دی. همدا راز راواخله د سردار امين جان پنوم هاندې هڅې، د مسيد او زيرو پاڅون او يا پدې نوم چې امان الله خان غواړي بېرته هېواد ته راستون شي. دا ټول هغه څه وه چې يو د بل پسې د يحيی د کورنۍ واک يې د ګواښ سره مخ کړی وه.
د ځدران د خلکو پاڅون د سردار شاه محمود خان له خوا وځپل شو خو په تور يې غلام نبي خان څرخي ته سزا ورکړ شوه.
حکومت پرته له ځنډه غلام نبي خان څرخي ونيو او وې واژه.
د «اصلاح» خپرونې هم د نوامبر په نهمې (۹) نېټې (۱۹۳۲ ز کال) وکښل چې څرخي غلام نبي خان د خاين په نوم اعدام شو او غلام جيلاني خان، جان باز خان او شېر محمد خان زنداني کړی شول.
د سترګو ليدلې انګېرنې:
د برېتانوي هند د ملي ارشيپ د لاسوندونو له مخې ډاګيزه کېږي چې د څرخي کورنۍ د شوروي اتحاد له هغه سفير (سوريټز) سره چې پخوا په کابل کې وه او اوس په انقره کې دی اړيکې لري او د مرستو په اړه ځنې کسان شک ښي. (وګورئ د ۱۹۳۳ کال کلنی رپوټ ۲۰۶ ګڼه، ۲۹ مخ) دغه شک هم برېتانوي چارواکو ته او هم نادر خان ته ډېر د پام وړ وه. هغه وخت چې څرخي سر خلاصي ليک نادر خان ته لېږلی وه. له پاچا امان الله سره يې په ۱۹۳۰ کال هم ليدنه او کتنه شوې وه.
نادرخان که څه هم د څرخي کورنۍ په غړو باور نشو کولی خو بيا هم د پخلاينې لپاره يې غلام جيلاني ته ليک ورکړ چې برلين ته يې يوسي.
له هغې ورځې چې نوموړي د توکيو سفارت ونه مانه په کابل کې استوګن وه. کله چې يې ليک غلام صديق ته ورکړ، هغه هم خوشاله شو.
د يو شمېر ليکنو له تبادلې وروسته غلام نبي خان او شاه ولي خان دواړه په ګډه کابل ته راغلل.
لکه د مخه چې وويل شول غلام نبي خان څرخي بيا هم نادرشاه ته د باور وړ نه وو. د دې لپاره چې دې اندېښنې ته د پای ټکی کېږدي، نادر شاه خپل ياور سيد شريف خان د نوامبر په ۸ نېټه د څرخي غلام نبي خان کور ته واستوه، دی او ورور يې غلام جيلاني خان د ارګ دلکشاه ماڼۍ ته را وستل. دوی د ماڼۍ په وره کې د نادرشاه راتلو ته سترګې په لاره وه چې هغه را ورسېد. د نادرشاه سترګې چې پر غلام نبي خان ولګېدې نو بيا يې په سپکو سپورو خوله خلاصه کړه. دی او د ده پلار غلام حيدر خان څرخي په خيانتونو تورن کړل.
غلام نبي خان ورته وويل زما پلار يو غازي وه، تاسو ته ښه نه ده چې زما په پلار تور پورې کړی.
دې خبرې نادرشاه لاپه غوسه کړ امر يې وکړ چې دومره يې ووهئ چې مړ شي.
په کابل کې د برېتانيې سفير چې په همدغې نېټې (د نوامبر ۸ نېټه) له خپلې کورنۍ سره کابل ته رسېدلی وه د يوه تلګرام له مخې برېتانوي هند ته د غلام نبي خان د مرګ خبر ورکړ. وروسته سفير سر فريزر تتلر، د غلام نبي خان وژل د «قرون وستا» په څېر يو غمناک او درد ناک عمل وګاڼه.
له ده وروسته د ده د کورنۍ نورو غړو ته چې سزا ورکړ شوه نومونه يې دا دي: جيلاني خان څرخي، او زوی يې غلام رباني، غلام مصطفی، عبدالطيف او نور د بېلګې په توګه يادولی شو.
د محمد ولي خان او محمود سامي برخليک
د کابل يوشمېر وګړي او درباريان داسې روزل شوي ول چې هرڅوک به په واک کې راغلل، دوئ به دغوړه مالي له لارې د هغه په څنګ کې ولاړ ول.
کله چې د سقاو زوی حبيب الله واک ته ورسېد نو همدغو يوشمېر وګړو پرې ګلان وشيندل او ورته ويې ول:
د اسلام خادمه ستړی مشې!
ولې هغه مهال چې نادرشاه کابل ته را ننوت بيا همدغو کسانو په نوموړي ګلان وشيندل او په لوړ اواز يې ويل:
د غرو زلميانو ستړي مشئ!
موږ د ساري په توګه د قل اردو قومندان محمود سامي، محمد ولي خان دروازي، سردار شېر احمد خان د تفتيشن ريس او د پوهنې وزير فيض محمد خان ذکريا يادولی شو.
سردار فيض محمد ذکريا هغه څوک وه چې د خپلواکۍ د جشن په ورځ چې د پغمان په بڼ کې جوړه شوې وه. د خپلې وينا په ترڅ کې امان الله خان ته د «امان الله خان کبير» لقب ورکړ.
همدغه ډله وه چې بيا له نادرشاه نه را تاو شوه يو او بل يې ورته په ګوته کول. هغه هم له لبه د پاچا امان الله خان خواخوږي په يوه او بله پلمه يو د بل پسې له مينځه يووړل.
پدغو کسانو کې يو شمېر کسان د ملي خيانت په تور بنديان يا په دار وځړول شول. چې موږ محمد ولي خان د روازی محمود سامي او په لسګونو نور د ساري په توګه يادولی شو.
موږ د مخه د محمد ولي خان په اړه چې د امان الله خان د پاچاهۍ په مهال يو لوړ پوړی چارواکی وه خبرې کړې دي خو محمود سامي هم د مرکزي قل اردو قومندان وه په خټه عرب وه چې د امير حبيب الله د واک په مهال له بغداد نه کابل ته راغی او د حربيې په ښوونځي کې د ښوونکي په دنده وګمارل شو.
د خپلې غوړه مالۍ له مخې دربار ته ډېر نږدې شو، د امير حبيب الله او امان الله خان د واک په مهال د نايب سالاري مقام ته ورسېد.
د خپل زاړه عادت له مخې د چاپلوسۍ پر مټ د سقاو زوی حبيب الله تر درباره ورسېد او له هغه سره يې د واک په موخه او موکه ډېره مرسته وکړه.
دی تردې کچې سپک او بېباکه انسان وه چې امان الله خان ته به يې د سقاو د زوی په مخ کې سپکې سپورې ويلې. د محمد نادر خان او محمد ولي خان تر مينځ ناخوالې ان د امان الله خان د واک له مهاله پيلېږي. ولې دلته يې په دې پلمه چې لومړی يې ولې د غلو مخه و نه نيوه؟
دويم دا چې ولې د غلو له مشر حبيب الله سره مرسته وکړه. که څه هم د هند د اتقالي حکومت مشر (د امير حبيب الله خان د واک په مهال ټاکل شوی وه) راجه مهندرا پرتاب د سلامخانې په ماڼۍ کې (۱۶/۴/۱۹۳۰ ز کال) چې محمد نادرخان پخپله د محمد ولي خان محاکمې ته راغلی وو، له نوموړي نه دفاع وکړه، خو ځای يې و نه نيو، همدارنګه ستيوارت هم دېته ګوته نيولې ده چې: «امان الله د تلګرام له لارې له روم څخه شهادت ورکړ چې هغه بې ګناه دی خو حکومت دغه تلګرام له محکمې نه پټ وساته.»(۸
له دېنه پرته کوم کسان چې د امان الله د پلويانو پنوم، يا د مشروطه غوښتونکو، روڼ اندو او يا د نورو پلمو له مخې بند ته ټېل وهل شول، له خپلې کورنۍ او پلرني ټاټوبي بې ځايه کړی شول او يا په دار وځړول شول، د ځنو نومونه د سقاو د زوی د پلويانو په ګډون دا دي:
عبدالرحمن لودين، پغماني تاج محمد خان، غلام محي الدين انيس زندان کې ومړ، په فرانسه کې محصل دين محمد، فيض محمد خان د باروتو کارپوه، جنرال پينن بيګ، کنډک مشر احمد شاه خان او سيد محمد خان، سلطان محمد خان مراد خاني او نور محمد صديق خان په پکتيا کې د سقاو د زوی قومندان، عبدالغني خان قلعه بېګي، محفوظ خان، سيد محمد ياور، سکندر، سمندر، د ګوګا منډی محمد جان او نور. د امان الله خان منشي محمد مهدي، شېر محمد خان فرقه مشر، د هزاره جات تنظيمه ريس خواجه هدايت الله خان، عزيز خان توخي او نور.
د يوشمېر زندانيانو نوملړ پدې ډول دی:
محمد انور بسمل، محمد ابراهيم صفا، عبدالصبور غفوري، مير غلام محمد غبار، يوسف حقيقي، عبدالغني معلم، عبدالرشيد بېغم، سرور جويا، غلام حسين جويا، سعدالدين بها، عبدالعزيز خان د کندهار وکيل، قريشي د تالقانو وکيل، عبدالهادي داوي، محمد امين خان سفير، مير سيد قاسم خان، محمد عمر پيلوټ، فيض محمد ناصري، غلام رضا ترجمان، جانباز خان څرخي، فتح محمد خان بهسودي، محمد حيدر نيستان، محمد صالح پروانتا، زبير شاغاسي، عبدالاحد خان رسام، محمد ناصر غرغښت، محمد ابراهيم خليل، غلام صفدر اعتمادي، خليل الله خليلي، سيد غلام حيدر پاچا، صفر علي امني ملک قيس او نور.
يوشمېر کسان له خپلو کورنيو سره له کورکلي نه کډه کړی شول:
د غلام نبي خان څرخي کورنۍ، د محمد ولي خان کورنۍ، د شجاع الدوله خان کورنۍ، د محمد صفرخان ناظر کورنۍ د کونړي ميرزا زمان خان کورنۍ او نور يادولی شو.
محمد نادرشاه او ورور يې محمد عزيز خان هم،
د پېښو قرباني شول :
«انتوني هی من» د نادرشاه د واکمنۍ په تړاو کښلي دي چې: «د مصاحبانو د سلطنتي کورنۍ څخه د نادرشاه پنوم يو تن (۱۹۲۹ – ۱۹۳۳ ز کال) پاچا شو، نادرشاه او وروڼه يې د مشروطه غوښتنې له اند او فکر سره چندانې جوړ نه ول. ګڼشمېر ازاد خياله مخالفين يې له مينځه يووړل. د امان الله خان پلويان او ملاتړي يې هم يو د بل پسې وځپل.»(۹)
د مخه مو وويل چې د څرخي غلام نبي خان (۸ د نوامبر) وژل، پرته له کومې محکمې نه په هېواد کې دننه او بهر سخت غبرګونونه را وپارول. برېتانوي سفير ريچارد مکوناشي د دغې وژنې پايلې ډېرې ناوړه بللې. دا ځکه چې دی د امان الله خان د ګوند له مهمو مشرانو څخه وه.
غلام نبي خان د يوه باور له مخې او د غلام صديق خان څرخي په سپارښتنه کابل ته راغی.
سردار فيض محمد خان ذکريا هم نادرشاه ته سلا ورکړې وه، که چېرې غلام نبي خان څرخي د امان الله خان له ګوند نه جلا کړی شي دا به يو لوی بری وي. دا ځکه چې نادرخان او د ده درباريانو، او له دې سربېره برېتانوي چارواکوته هم د پاچا امان الله بيا واک ته د رسېدلو سياسي هلې ځلې ښکاره وې. دواړو لورو دغه اندېښنه لرله که چېرې دا ځل نوموړی واک ته ورسېږي د دوی د سياسي مرګ لامل به شي.
پېښو وښوده چې د غلام نبي خان څرخي مرګ، د محمد نادرشاه مړينې ته لار پرانسته. د ده قاتل عبدالخالق نومېده چې د نجات لېسې زده کوونکی وو.
نادرشاه وغوښتل د لېسو هغه شاګردانو ته چې جرمني او فرانسوي ژبې پکې لوستل کېدې، بري ليکونه او ډالۍ ورکړي. د زده کونکو په لړ کې يو زده کړه وال عبدالخالق وو… پداسې حال کې چې د غلام نبي څرخي د تلين کال وو ده د تومانچې په وسيله پر نادرشاه ډزې وکړې او هغه يې وواژه. (د لړم ۱۷ نېټه ۱۳۱۲ – چې د ۱۹۳۳ کال د نوامبر له ۸ نېټې سره برابره وه.)
دغه وخت د هېواد صدراعظم سردار محمد هاشم خان د يوه سفر په ترڅ کې د هېواد شمال ته تللی وه او سردار شاه محمود خان د يوڅه ځنډ نه وروسته د حضرت مجددي په ګډون يو شمېر ملکي او پوځي مشران، د وخت د پارلمان غړي، قومي مشران او روحانين ډېرژر را وغوښتل او د نوي پاچا د ټاکل کېدو پرېکړه يې وکړه.
نادرشاه د ماسپښين په دوه بجو او پنځه څلوېښت دقيقو ووژل شو او د مازديګر په شپږو(۶) بجومحمد ظاهر چې په دغه مهال نولس (۱۹) کلن وه پاچا شو.د ۱۹۳۳ ز کال په لومړيو مياشتو کې د يحيی د کورنۍ يو لويه غميزه هغه مهال پيل شوه چې د نادرشاه مشر ورور سردار محمد عزيز خان چې په برلين کې افغان سفير وه ووژل شو. د دغې وژنې موخه سياسي وه، سرچينه يې د محمد نادرخان او څرخي غلام نبي خان له وروستيو پېښو نه پيلېږي. نو ځکه د سيد کمال په نوم يو تن چې په ۱۹۲۲ ز کال د لوړو زدکړو لپاره جرمني ته لېږل شوی وه، په برلين کې افغان سفارت ته ننوت او سردار محمد عزيز خان يې وواژه.
ښايي د دغې پېښې لاملونه ډېر وي خو دوه لاملونه يې څرګند دي:
لومړی دا چې ده امان الله خان ته ډېره عقيده درلوده چې ګنې همدغه پاچا وه چې افغانستان يې د ودې او پرمختګ په لور روان کړی وه. سيد کمال د پاچا پلويانو او په سر کې د څرخي کورنۍ ته ډېر درناوی درلود. د امان الله په وړاندې د نادر خان هڅې او بيا د غلام نبي خان وژل، لکه څنګه چې دې پېښو په عبدالخالق اغېزه وکړه، ده هم د نادر خان له وژلو دمخه د هغه مشر ورور وواژه.
دويم دا چې يو شمېر هېواد پالو په سرکې د پاچا امان الله خان پلويانو د انګرېزانو له زياتېدونکي رول نه اندېښنه درلوده.
او دا اوازې هره خوا خورېدې چې نادر خان د برېتانويانو پر مټ واک ته رسېدلی دی.
د محمد عزيز خان وژلو د افغان جرمني په دېپلوماتيکو اړيکو ناوړې اغېزه وکړه. د کابل چارواکو غوښتنه دا وه چې قاتل دوی ته وسپاري. ولې برلين د ځنې لاملونو له کبله دغه کار نشو کولی. نو ځکه بيا د جرمني محکمې دی د سردار محمد عزيز خان قاتل وګاڼه او د جنوري په څوارلسمه (۱۹۳۵ ز کال) نېټه يې اعدام کړ.
د نادرخان د کورنۍ چارواکو دواړو قاتلانو (سيدکمال او عبدالخالق) ته مرګونې سزا ورکړه، په تېره عبدالخالق او د هغه کورنۍ، خپلوانو، د ښونځي شاګردانو او ان په همدې پلمه د پاچا امان الله خواخوږو ته، چې دغه سزاوې ډېرې دردونکې او بوګنووکې وې. د ساري په توګه د عبدالخالق پلار خدا داد، تره يې مولا داد، ماما يې قربان علي، غلام رباني او غلام مصطفی د څرخي غلام جيلاني زامن، وراره يې عبدالطيف څرخي، د نجات د لېسې مرستيال محمد ايوب او په لسګونو نور يادولی شو چې يا خو په دار وځړول او يا زنداني شول.
د کسات د اخستو د پېښو دغه لړۍ په همدې ځای پايته ونه رسېدې. د محمد عزيز خان له وژلو وروسته د سپتمبر په شپږمه (۱۹۳۳) نېټه په کابل کې د «ځوانو افغانانو» د ګوند غړی په اماني لېسه کې د اماني ژبې ښوونکی، د سيد کمال ملګری محمد عظيم په رڼا ورځ په کابل کې افغان سفارت ته ننوت چې د برېتانيې سفير «مکوناشي» له مينځه يوسي. ولې دغه ګړۍ نوموړی په سفارت کې نه وه نو بيا يې په هغو کسانو بريد وکړ چې د ده مخه يې نيوله، چې يو انګرېز ميخانيک، بل يو هندی او دريم يو افغان وه چې په سفارت کې يې دنده درلوده. «د ځوانو افغانانو دغې ډلې د ګوند له هغو غړو سره چې په جرمني کې ول اړيکه لرله. همدا راز د هند له هغو ازادي بښونکو سره هم په اړيکه کې ول چې په هند کې د انګرېزانو پر وړاندې انقلابي پاڅون او خوځښت ته ژمن ول.»(۱۰)
که څه هم انګرېزانو او نادرشاه داسې انګېرله چې په افغانستان او د هند په نيمه وچه کې چې کومې انجړې او کړکېچونه مينځ ته راځي اصلي لامل يې پاچا امان الله دی نو ځکه خو د هند برېتانوي چارواکو او د برېتانيې څارګرې ادارې د افغانستان پخوانی پاچا پداسې حال کې چې له هېواد نه بهر شوی هم وه پل په پل څارل کېده. ان تر دې چې ټولو غاړو کوښښ کاوه چې هغه له مينځه يوسي او يا يې د سياسي فعاليت مخه ونيسي.
امان الله خان چې د حج د ادا لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړ هم تر څارنې لاندې ونيول شو.
د هند په ملي ارشيپ او د برېتانيا په کتابتونونو او ارشيپونو کې ډېری لاسوندونه شتون لري چې د انګرېزانو څارګرو امان الله او ملګري يې د حج د ادا په مراسمو کې څارل.
په جده کې برېتانوي استازي اندريوريان Andrew Ryan، په قاهره کې د برېتانيا کمشنر پيرسي لوراين Percy Loraine، په روم کې د برېتانيا سفير رابرت ګراهام Robert Graham، په ډيلي کې د برېتانوي هند د سلطنت نايب ارترهيندرسن Arthur henderson او په کابل کې انګليس سفير مکوناشي Richard Roy Maconachie او د نورو ګڼو سرچينو لخوا د ليکنو، مخابرو او د نورو لاس رسيو پر بنسټ څارل کېده.
کله چې دا ورته څرګنده او رښتنې شوه چې پاچا امان الله هرو مرو د حج لپاره عربستان ته تلونکی دی نو بيا يې د عربستان چارواکو ته ګواښ وکړ چې په يوه بڼه يې مخه ونيول شي.
«د عربستان سفير ريان Ryan د عربستان د پاچا سلاکار شيخ يوسف ياسين د خبرو په ترڅ کې د امان الله د سفر په تړاو پوښتي ول چې اورېدلي مې دي چې عربستان ته راځي؟»(۱۱) څنګه چې هغه د ده په موخه پوهېده نو ورته په ځغرده يې وويل: شاه عبدالعزيز ابن مسعود، د افغانستان د اوسني پاچا محمد نادرشاه د حج سفر غوره ګڼي ولې د پخواني پاچا امان الله مخه هم د مذهبي عقايدو پر بنسټ نشي نيولی. دې کې شک نشته چې پاچا امان الله پدې هڅه کې وه چې بيا واک ته ورسېږي، ولې د ده د پاتې راتلو څو لاملونه د پام وړ دي:
– په هېواد کې دننه د څارګرو د وېرې او ډار له امله، د يوه منظم خوځښت نه شتون.
– د پاچا امان الله اقتصادي کمزوري، له يوې خوا يې په روم کې دومره څه نلرل چې ځان پرې وساتي او له بلې خوا يې جايداد د نادر خان لخوا د مشرانو د جرګې د پرېکړې پر بنسټ ضبط شو.
– د ده د ملګرو وژل او د يوشمېر پخوانيو درباريانو خيانت او بې وفايي.
– د برېتانوي هند او په ټوله کې د انګرېزانو له دښمنۍ ډک چلن وه چې له بابته دې، ددې جوګه نشو چې بيا واک ته ورسېږي.
د محمد نادر شاه د واک په مهال،
اقتصادي او فرهنګي چارې :
۱ – اقتصادي چارې:
نادرشاه د واک په لنډ مهاله پېر کې يوشمېر اقتصادي ستونزې درلودې او د دې ستونزو لاملونه ډېر ول:
لومړی دا چې دغه ټوله پراخه سيمه له مينځنۍ اسيا نيولې د هند تر نيمې وچې پورې د ښکېلاکګرو پانګه والو تر مينځ د سيالۍ په ډګر اوښتې وه، هر هېواد سياسي موخې لرلې او کوښښ يې کاوه چې د افغانستان له جغرافيې نه په يرغمل شوې بڼې ګټه واخلي.
د جرمني څارګرې ادارې له يوې خوا کوښښ کاوه د افغانستان له لارې د هند په نيمه وچه کې د برېتانويانو د پرمختګ مخه ونيسي، او له بلې خوا هغه «باسمه چيان» چې د شوروي ښکېلاک له وېرې په سوونه زره کډوال افغانستان ته راغلي ول د دوی له وسلوال ځواک نه استفاده وکړي.
دا هغه مهال دی چې په ۱۹۳۱ ز کال د ابراهيم بيګ ځواک مات شوی وه خو بېلابېلو ډلو، خپلې وسلې ساتلې وې.
که څه هم د نادرشاه د واک په مهال هم ډېرو «باسمه چيانو» ته د هېواد په شمال کې ډېرې ځمکې ورکړ شوې وې. خو پر شوروي، د جرمنيانو له بريد نه د مخه هم، بدخشان نه راواخله تر هراته پورې (د جنبد خان ډله) دغو وسلوالو جنګياليو پراخ شتون درلود.
برېتانوي چارواکو دا هرڅه څارل، لومړی يې کوښښ کاوه چې په افغانستان کې د شوروي او جرمني د پرمختګ مخه ونيسي. دويم پدې لټه کې وو چې نادرشاه دېته را مات کړي چې د قبايلو په اېل کې له انګرېزانو سره مرسته وکړي.
برېتانوي هند له نادرشاه سره پوځې او اقتصادي مرستې کولې، ولې د جرمني پورونه او مرستې د امان الله خان د واک په مهال دومره غوښنې او پياوړې وې چې د پرتلې وړ يې نشو ګڼلی. خو په کورنۍ جګړه کې او بيا وروسته د يوشمېر سياسي ناندريو او پېښو له کبله چې دمخه ورته اشاره وشوه له ګواښ سره مخ شوې.
شوروي اتحاد هم له يوې خوا د نادرشاه په دوستۍ شک درلود، دا ځکه چې اړيکې يې له برېتانويانو سره تودې وې او له بلې خوا لا«باسمه چيانو» د افغانستان په شمال کې شتون درلود.
په فيض اباد، شفنان، کندز، تخار او له بدخشان نه راواخله تر بغلان پورې تاجکان، ازبکان، قزاقيان، قرغزيان چې د شمېر له مخې زرګونو کورنيو ته رسېدې د افغان حکومت له خوا ځمکې ورکړ شوې او اباد شول.
همدا ډول له ترکمنستان نه راغلو کډوالو ته بيا په جوزجان، فارياب، اندخوی، کرم قل، التي بولاق، دولت اباد،له هرات نه نيولې ان تر بلخه پورې ځمکې ورکړ شوې او ځای پرځای شول.
دا هرڅه شورويانو ته د تا مل وړ وه نو ځکه يې په نادرشاه باور نشو کولی چې د اقتصاد په برخه کې د پام وړ کومک او مرسته ورسره کړې وې.
«په کابل کې شوروي سفارت د شوروي اتحاد بهرنيو چارو وزارت ته په شمالي افغانستان کې د باسمه چيانو د شتون په باره کې رپوټ ورکړ چې په پوله ترکمني مهاجر او کډوال يولوی ځواک جوړوي. کېدی شي د شوروي په ترکمنستان کې ورانکاره عملونه وکړي.»(۱۲)
مکوناشي هم پدې ټينګار کاوه چې د افغان – شوروي اړيکې ستونز منې شوې دي. د سيمې وګړو هم داسې انګېرله چې نادرخان د انګرېزانو دومره دوست دی لکه څومره چې پاچا امان الله د شورويانو دوست وه. همدغه نادرخان وه چې د برېتانوي هند له لارې افغانستان ته را ننووت او پاچا شو.
«که څه هم شوروي اتحاد لومړی هېواد وه چې د افغان پاچا نادرشاه حکومت يې په رسميت وپېژندخو ډېر ژر بدګومانيو د دواړو هېوادونو تر مينځ باور په ټپه ودروه.»(۱۳)
په کابل کې د جرمني سفير «شووربل» هم د نادرشاه د مهال اقتصادي ستونزوته ګوته نيولې ده او بيا کله چې د ده پرځای «کورت زيمک» وټاکل شو، نوبيا «هربرت شووربل» چې کله په ۱۹۳۳ ز کال د اګسټ په مياشت کې له افغانستان نه ووت نو ويې ويل:
«په ۱۹۳۱ کې د جرمني هر اړخيزې مرستې په بشپړه توګه را ولېدلې وې. ولې اوس جرمني کارپوهانو له افغانستان سره د اقتصاد، صنعت، سمنټو، ترکاڼۍ او نورو برخو کې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي چې اوس هغه تېرې ناخوالې جبران کوي.»(۱۴)
که څه هم له نړيوالې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸) جګړې وروسته په ټوله نړۍ کې يو شمېر هر اړخيزې په سر کې اقتصادي ستونزې مينځته راغلې.
دغه نړيوالې اقتصادي انجړې او پېچلتياوې هم د افغانستان په اقتصاد بې اغېزې نه وې.
د کورنۍ جګړې ناوړه پايلې هم د نادرشاه د حکومت لپاره يو بل کورنۍ ګواښ وه چې د ده حکومت يې وننګوه.
ولې بيا هم لکه څنګه چې په تېرو پاڼو کې ورته ګوته ونيول شوه د اقتصاد په برخه کې ځنې ګامونه هم پورته شول چې څو بېلګې يې دا دي:
۱ – د کرهڼې وده او پرمختګ.
۲ – په ۱۹۳۱ ز کال د يوه سهامي شرکت جوړول.
۳ – له ګاونډيو هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې.
۴ – د صنعت وده او لاسي صنايعو ته ځانګړې پاملرنه.
۵ – د لېږد او رالېږد په تړاو هاندې هڅې.
په پای کې د ونډو شرکت دومره پراختيا او پرمختيا وکړه چې په ۱۹۳۴ ز کال يې د ملي بانک بڼه خپله کړه.
افغان حکومت د خپلو اقتصادي ستونزو د اورولو لپاره له همغې لومړئ شېبې چې د سقاو زوی حکومت وپرزول شو خپلې هاندې هڅې پيل کړې.
«د خپل اقتصادي کړکېچ له مخې د نړی بازار موندنې ته مخه کړه، د بېلګې په توګه په ۱۹۳۲ ز کال په شوروي اتحاد د کندهار د وړيو د فابريکې ټول محصولات وروسته له هغې چې هڅې يې د بازار موندنې، په برېتانوي هند کې پاتې راغلې وپېرېدل.»(۱۵
۲ – کلتوري چارې:
د ۱۸۷۹ ز کال پېښې ډېرې بوګنوونکې وې، ډېرې ناخوالې په ميراث پرېښودې او يو د بل پسې داسې غميزې وزېږولې چې د پايلو له امله افغان ولس اوس هم ورسره لاس او ګرېوان دی، چې موږ د ګندمک تړون د ساري په توګه يادوو.
د دغو غميزو پيل ناڅاپي نه وو، دا د بهرنيو ښکېلاکګرو هغه ستره سياسي لوبه وه چې وروسته پاتې هېوادونه يې زبېښل او ځانونه يې چاغول.
د افغا – انګليس په دويمه جګړه کې افغانانو يوځل بيا لکه د تېر په څېر چې د افغان او انګليس په لومړۍ جګړه کې کوم هر اړخيز زيانونه ليدلي او ګاللي ول. دا رنګه يې په دويمه جګړه کې هم د کلتوري، سياسي او اقتصادي ډېرې ستونزې او انجړې راتلونکي کول او نسل ته په ميراث پرېښودې.
د دغو پېښو په درشل کې امير عبدالرحمن خان د افغانستان پاچا شو. د دې امير د کړو په لړ کې يوه پرېکړه دا وه چې ګڼ شمېر کورنۍ يې په هېواد کې دننه او بهر کډوالۍ ته اړ کړې. د دغو کورنيو په لړ کې د محمود طرزي او نادر خان د کورنيو يادونه د ژبې په سر وه، دا ځکه چې د غو دوه کورنيو د افغانستان په معاصر تاريخ کې د پام وړ ځای او رول درلود.
ولې د محمد نادر خان کورنۍ د جګړې په بهير کې د برېتانوي چارواکو له خوا د سلطان محمد خان طلايي اولاده يحيی خان او ذکريا خان برېتانوي هند ته ولېږدول. که څه هم په تاج التواريخ کې د يحيی پلار يادونه شوی دی. خو محمد نادر خان پداسې يوې کورنۍ کې وزېږېد چې نيکونه يې تل په دربار کې ول.
نوموړی د محمد يوسف خان زوی د يحيی خان لمسی، د طلايي سلطان محمد خان کړوسی، د پاينده خان کوسی او د حاجي جمال خان کودی کېږي. هغه مهال چې محمد نادر خان خپلې زده کړې د هندوستان په خاوره کې سرته ورسولې. له پښتو، پارسي پرته په انګليسي او اردو ژبو يې هم بلدتيا ترلاسه کړه. دی د ډله ييزو خپرونو او رسانيو په ارزښت پوهېده. نو په همدې بنسټ، کله چې د هېواد سوېل لويې پکتيا ته را ورسېد، د نصرالله خان په مشرۍ يې د «اصلاح» پنوم خپرونه چاپ کړه چې لومړۍ ګڼه يې د اګست په اومه (۷) نېټه، ۱۹۲۹ ز کال خپره شوه.
کله چې واک ته ورسېد بيا يې په کابل کې د کابل د ادبي انجمن پنوم يوه ټولنه په ۱۹۳۱ ز کال د جون په پنځمه (۵) نېټه پرانسته.
په لومړي سر کې د دغه انجمن غړي د ګوتو په شمېر وه چې وروسته يې پراختيا او پرمختيا په برخه شوه. چې موږ د دغه انجمن يو شمېر غړي د بېلګې په توګه يادوو:
– احمد علي خان درانی مدير – قاري عبدالله
– مير غلام محمد غبار غړی – عبدالعلي مستغني
– محمد کريم نزيهي – امين الله زمريالی
– سر ور ګويا – محمد قدير تره کی
– غلام جيلاني اعظمي – احمد الله کريمي
– غلام جيلاني جلالي
په همدې تړاو په کندهار کې هم د وزير محمد ګلخان مومند په نوښت د يوه ادبي بنسټ ډبره کېښودل شوه.
له دې سربېره په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ورته کار ترسره شو چې موږ هرات د ساري په توګه يادولی شو.
ولې له بده مرغه نادرشاه او د ده د واک د مهال چارواکو (ان له ده نه وروسته هم) يو شمېر داسې کارونه ترسره کړل چې ډېر کلتوري ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړل. د ساري په ډول چېرته به چې د امان الله خان انځور او عکس وليدل شو، په همدغه پلمه يې ډېر ګټور اثار او توکي له مينځه يو وړل. ان دا چې د امانيه او اماني پنوم ښوونځي يې د استقلال او نجات پنوم ونومول. د دارالامان ماڼۍ ته يې دارالفنون وويل، د خپلواکۍ د منار کتيبه چې د امان الله نوم پکې راغلی وو له مينځه يوړه، د پغمان طاق ظفر هم خپله دب دبه په دغه وخت کې له لاسه ورکړه.
د پاچا امان الله خان د واک په مهال چې کوم کتابونه چاپ شوي ول په ډېرې بېباکۍ چې هېڅ زړه سوی پرې ونشو وسوځول شول.
کوم کتابونه چې د ښوونځيو لپاره د پاچا امان الله او يا له ده نه د مخه پېر کې چې شمېر يې زرګونو ته رسېده چاپ شوي وه، د امير عبدالرحمن خان هديرې ته څېرمه د باغچې يوه کونج ته راوړل کېدل او د لمبو خوراک به يې کړل.
له دې سربېره د ښوونې او روزنې د وزير سردار محمد نعيم خان تر څارنې لاندې د ډېرو تاريخي کتابونو مينځ پانګه بدله شوه، يا هغه انګړ چې د ښوونې او روزنې وزارت پکې وه چې د ګلستان سرای يې ورته وايه د «زرنګار» پنوم تالار چې تاريخي ارزښت يې درلود له مينځه يووړ.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.