اسلامی امارت د چا میراث دی؟

 

په کلیفورنیا کې د پسِفیکا د لوړو مطالعاتو د پوهنتون د الهیاتو او عرفان استاد

د بشر په تاریخ کې د هیڅ یو دین یا مذهب له نامه نه دومره ناوړه استفاده نه ده شوی لکه د اسلام له نامه چې کېږی. د نړۍ په بل هیڅ هیودا کی دومره بی ګناه خلک په داسی بی رحمی نه وهل، ځپل، رټل، او وژل کېږی لکه په افغانستان کې چې بی کوره، بی ګوره او بی سره، بی سیوری کېږی. دین، دولت، او دنیا ټول سور اور شوی، خلک د ملی، قومی، ژبنی، منطقوی، جنسیتی هویت لامله سوځل کېږی، د دموکراسۍ، آزادی، د بشر د حقوقو او هر آزاد تفکر په نامه وژل کېږی.

په افغانستان کې څوک د آبادی، آزادی، آرامی، او هوسایی په فکر کې ندی. ولس غواړی خپلی ستونځې په دوعاګانو حل کړی او سیاسیون غواړی هیواد په شعارونو آباد کړی. یوه ډله مقتدر مرکزی حکومت غواړی، بله ډله د متلاشی فدرالی نظام غوښتنه کوی، یو د اسلامی جمهوریت ادعا کوی، بل اسلامی امارت غواړی. یو د اسلام په نامه ولس په وینو رنګ غواړی، بل د نورو اسلام ننګ بولی او خپل اسلام په جنګ غواړی، یو د جنت د حورو په خیال د هیواد خویندی میندی بوری کوی، بل د ورور او د پلار وینی تویوی چې د جنت په سفر کې د لاری مل ولری. ځینی بیا د تېرو څورلس پېړیو مسلمانان په داسی قاطعیت تکفیروی چې ته به وایی همدا نن وحیه پری نازله شوی.

دا وروستی ډله غواړی د افغانستان خلک د څووم ځل لپاره بیا مسلمان کړی. که پخوا طالبان و، اوس ملایان شوی او خلک د طالب او ملا تر مینځ ایسار دی. ټول د افغانستان د اسلامی امارت ناری وهی، ځو څوک یې تعریف او توصیف نشی کولی، نو ځکه کتاب ته مخه کوو:

په اسلام کې سیاسی حاکمیت نشته. قران په اخلاقیاتو امرکوی، په عباداتو حکم کوی، خو په سیاسی امورو/امارت کې هیڅ صریح قرانی حکم نشته. نو ځکه د اسلامی امارت د جوړولو لپاره په قران استناد نشو کولی.

د مدینې مدنیت

کله چې رسول اکرم (ص) یثرب ته ورسید، د بنو اوس او بنو خزرج د قومونو تر مینځ سیاسي لانجه یې حل کړه، د میثاق المدینة (یا صحیفة المدینة) تړون یې د ښار ‘د اساسي قانون’ په توګه له مختلفو اعتقادی ډلو سره لاسلیک کړ او د یو سیاسی مختلط او مذهبي جمعګرا دولت بنسټ یې د مدینة/مدنیت په نامه کېښود.

د مدینې دولت د یو مسلمان اقلیت او د یهودانو د اکثریت ترمینځ د میثاق المدینة له مخی د یوعُرفی/سیکولار دولت په شکل تشکیل شو. د میثاق المدینة د لمړی فقرې په استناد «إنهم أمة واحدة من دون الناس» د مدینې د دولت ټول اتباع له مذهبی تعلقاتو نه پرته «مسلمان امت» ګڼل کېدل: امت په دی معنا چې د مدینې خلک له مساوی مدنی حقوقو نه بهره مند و، او مسلمان په دی مفهوم چې د مدینې د عُرفی دولت تابعیت یې منلی و.

په همدی سبب قران د (مدنی هویت لرونکی) مسلمانان او (د عقیدتی هویت لرونکی) مؤمنان په ځانګړی توګه مخاطبوی. «عربان وایی: مونږ مؤمنان یوو، ورته ووایه [ای محمده] چې تاسی تر اوسه مؤمنان نه یاست، داسی ووایاست چې [یوازی] مسلمانان شوی یاست، خو تر اوسه ایمان ستاسو زړونو ته لار نده پیدا کړی.» «قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ» (د حجرات سوره ۱۴ آیت) د مسلمینو او مؤمنانو تر مینځ همدغه تفاوت په پوره وضحات د صحیفة المدینة په سرخط کې تائید شوی: «هذا كتاب من محمد النبي الأمي بين المؤمنين والمسلمين من قریش وأهل یثرب ومن اتبعهم فلحق بهم وجاهد معهم.»

لنډه دا چې د محمدی سننو له مخی حضرت محمد (ص) په یثرب کی مدینة (یعنی مدنیت) جوړ کړ، نه امارت. هسی مدنیت چې ټول اوسیدونکی یی له دینی تعلقاتو نه پرته د «اسلامی امت» په درلودلو د حقوقو له تساوی نه برخوداره وه. دا ثابتوی چې د مدینی دولت نه دیانتی و او نه د اسلام په معاصر تعریف یو اسلامی دولت و. نو ځکه د اسلامی امارت جوړول محمدی سنت ندی.

د خلافت دوره

راشدین خُلفا د رسول اکرم (ص) د خلف (خلیفه)، یا قائم مقام په صفت د مدینی د دولت د سیاسی مشر په حیث تعین شول. نو ځکه هغوی خلافت جوړ کړ، مګر امارت یې جوړ نکړ.

کله چې د مدینې د دولت سیاسی قلمرو له یثرب څخه دمشق، قدس، خیبر، تبوک، حجاز او ټولی جزیرة العرب کې خپور شو، هلته د نورو ادیانو پیروانو د اسقف اعظم، ربای اعظم، او موبد اعظم په نامه د خپلو دینی امورو لپاره مشران درلودل، مؤمنانو د خپلو دینی امورو لپاره همداسی یو مشر ته ضرورت درلود. د دی مشکل د رفع کولو په غرض حضرت عمر (رض) د خلافت د سیاسی مقام تر څنګ د امیرالمؤمنین په توګه هم وټاکل شو. ډېر حساس او مهم ټکي دا دی:

۱- حضرت عمر (رض) امیرالمسلمین نه و، بلکه امیرالمؤمنین و، او امیر المؤمنین نه سیاسی مقام و نه سیاسی لقب، او نه سیاسی امور په هغه مربوط کېدل ځکه سیاسی مسؤلیتونه د خلیفه ترعنوان لاندی تنظیم شوی و.

۲- حضرت عمر (رض) د خلافت په دوره کې خلیفه انتخاب شو، نه د حاکمیت په دوره کی حاکم.

دا ددی حقیقت بل اثبات دی چې په اسلام کی سیاسی حاکمیت نشته. د ددولت د تشکیل معیار او اساس د رسول اکرم (ص) په وخت کې وحیانت او جمعګرایی (pluralism) و، او له هغه وروسته استخلاف و، نه سیاسی حاکمیت.

د فاطمیونو میراث

د اسلام له ظهور نه نژدې څلور پېړۍ وروسته په ۹۹۶ عامه سنه کې المنصور أبوعلي الحاکم بأمر الله أمیر المؤمنین د فاطمیونو شپږم خلیفه او د اسماعیلیانو شپاړسم امام د حاکمیت، استخلاف، امامت او روحانی رهبری له لاری د خدایی ادعا وکړه او د «الحاکم بأمرالله» ترنامه لاندی یې «اسلامی امارت» اعلان کړ. هغه ټول نړیوال کافر، او نړۍ یې «دارالحرب» وګڼله، او د هغو د مسلمانولو «جهاد» یې په بیت المقدس کې د مسیحیانو د لوی کلیسا په ویجاړولو پیل کړ.

د دغی پیښې په نتیجه کې اروپایی مسیحیانو صلیبي جنګونه پیل کړل او نژدی یوسل او لس کاله یې د مسلمانانو وینی وبیولی، اسلامی نړۍ یې د مغولانو په وړاندی ډېره ضعیفه کړه چی د صلیبی او چنګیزی یرغلونو په نتیجه کې اسلامی تمدن د قهقرا خواته و خوځېد.

احتمالاً د فاطمیونو میراث له زر کاله وروسته په غیرشعوری توګه د «اسلامی امارت» په جامه کې بیا د سیاست میدان ته راوتلی، هر مخالف «واجب القتل» ګڼی او مصمم دی چې دومره قتل او قتال وکړی چی د صلیبیانو او چنګیزیانو وحشت د خلکو له یاده وباسی.

طالبان د زمانې له واقعیت سره دومره بیګانه دی چې د ځمکی پر مخ په ۲۰۸ هیوادو کې هیڅ سیاسی نظام مطلوب نه بولی. د اسلام په ټول تاریخ کې هیڅ نظام د خپل معیار له مخی په کافی اندازه «اسلامی» نه ګڼی. طالبان هسی «اسلامی امارت» غواړی چې نه په تاریخ کې تېر شوی او نه په اوسنۍ جغرافیه کې شته، نه یې په قران کې حکم شته، او نه یې په سنن محمدی کې روایت. له دی ټولو توهماتو سره سره طالبان توقع لری چې نړیواله ټولنه دوی و منی او د افغانستان ولس د دوی د فکری تحجر رنځ، محنت، بی حرمتی، او انسانی کرامت ته سپکاوی و زغمی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.