اروپایي ټولنې د افغانستان وضعیت د سختې اندیښنې وړ وباله

 

تاند:( سې شنبه ، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏ د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو ځانګړې غونډه پيل شوې، چې تراوسه یې د بحثونو مهم موضوعات او پایلې نه دي رسنیزې شوي.

د دې غونډې د پرانیستې په مراسمو کې د یادې ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل د افغانستان وضعیت د سختې اندیښنې وړ ګڼلی.

له دې غونډې څخه مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې په دغه غونډه کې به د ټولنې غړي هېوادونه افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د خنډونو پر حل لارو خبرې وشي.

اروپایي ټولنه او امریکا په ګډه له طالبانو د ټول شموله حکومت د جوړولو،له افغان خاورې د ترهګریزو ډلو د نه فعالیت تضمین او د بشري او ښځینه حقونو تضمین غواړي.

طالبانو بیا خپل حکومت ټول شموله ګڼلی، د ترهګرو ډلو د فعالیت موضوع یې رد کړې او د بشري او ښځینه حقونو تامین یې په نړیواله کچه تر هر چا خپل لوړ ریکارډ ګڼلی دی.

د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان ۲۴ میلیونه خلک سخت وږي دي، میلیونونه ماشومان خوارځواکۍ ځپلي او د مرګ خطر یې رامنځته شوی او هم روانه اونۍ د اقتصادي سقوط په درشل کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه ۳۰ سلنه کمه شوې، چې ورسره د خوراکي او نورو توکیو بیې خورا لوړې شوي او وږی ملت یې نور هم بد وضعیت سره مخ کړی.

د طالبانو یوه مخکښ سیاسي غړي انس حقاني بیا د بحران تر حده د فقر د وضعیت رسیدو ادعا رد کړې او ویلي، چې ټولو ته لوی خدای ډوډۍ رسوي او انسان په وښو خوړلو هم ژوندی ساتي.

له دې سره د اروپایي ټولنې په ګډون، یو شمېر نورو لوریو له افغانستان سره د بشري مرستو اعلان کړی او ځینې عملي ګامونه یې اخیستي، خو مستحقینو ته د دې مرستو په نه رسیدو اندیښمن دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.