Game لاوروف: د شانګهای د همکارۍ ټولنه د افغان حکومت او طالبانو د خبرو لار هواروي

 
تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، که هر څومره ژر د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ روغه وشي، د داعش د نفوذ د پراختیا مخه به نیول شوې وي.

سرګی لاوروف وویل چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې غړیو موافقه وکړه چې په نژدې راتلونکې کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لار هواره کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په پیکینګ کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل«موږ وپتېیله چې په افغانستان کې به د جګړې د پای ته رسولو او له تروریزم سره د مبارزې لپاره خپلې هلې ځلې زیاتوو.»

ده همداراز وویل«موږ د سیمې او افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې مو د تروریستي فعالیتونو پر ډېرېدو اندېښنه ښکاره کړه.»

لاوروف وویل، داعش یا اسلامي دولت وسله واله ډله هڅه کوي چې د افغانستان په شمال کې، چې د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو د ټولنې له غړیو هیوادونو سره پوله لري، ځای پر ځای شي.

روسیې په وروستیو کې ظاهراً د داعش د خطر د مخنیوي لپاره له طالبانو سره همکاري زیاته کړې او راپورونه وايي چې دا هیواد د تاجکستان له لارې په بدخشان او تخار ولایتونو کې طالبانو ته وسلې ورکوي.

روسي چارواکي دا تورونه ردوي خو وايي چې طالبانو ورڅخه وسلې نه بلکې پیسې غوښتي دي.

افغان چارواکي د روسیې د اندېښنو په ځواب کې وايي چې که د طالبانو بلوا نه وای داعش به په افغانستان کې سر نه و راپورته کړی. د دوی په باور تر څو چې یاغي ډلې وي او له بهره یې ملاتړ کېږي، ترهګرو ته د فعالیت لار هوارېږي.

لاوروف بې له دې چې ووايي چې د افغان چارواکو دې ډول څرګندونو ته ځواب وايي، وویل «د تاشکند د کنفرانس د پایلو هرکلی کوو او که هر څومره ژر د طالبانو او حکومت ترمنځ سوله وشي، په هماغه اندازه به د داعش د نفوذ د پراختیا مخه ونیول شي.»

ده همداراز وویل«موږ په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي او د سیاسي حللارې د موندلو لپاره خپلې هلې ځلې زیاتوو.»

د لاروف په وینا روسیه او د شانګهای د همکارۍ ټولنه له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش ډلې پر لېږدېدو او په دغه هیواد کې د داعش د فعالیت پر زیاتېدو اندېښنه لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.