ایکسپریس تریبیون: طالبان ښايي ژر له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي

 

 

 

 

تاند- د پاکستان ایکسرپیس تریبیون ورځپاڼه وايي، دیپلوماتیکې هلې ځلې روانې دي چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې خبرې ژر پیل شي.

 

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرسته خاصه استازې لورا میلر هم اسلام اباد ته رسېدلې او دیپلوماتیکې سرچینې د هغې سفر د سولې د خبرو له پیلېدو سره تړلی بولي.

 

مېرمن میلر په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال سره ولیدل او د ښاغلي زاخېلوال په وینا په بېلابېلو مسلو یې ورسره خبرې کړي دي.

 

په دې غونډه کې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډیویډ هېل او د افغانستان او پاکستان لپاره د خاص استازي پوځي مرستیال برید جنرال جد ایچ لیونز هم حاضر ول.

 

امریکايي پلاوی څو ورځې وروسته له دې اسلام اباد ته لاړ چې په کابل کې یې د افغانستان له ولسمشر سره د سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

 

ایکسپریس تریبیون وايي، امریکايي پلاوی په داسي وخت کې اسلام اباد ته سفر کړی چې د طالبانو د قطر د دفتر یوه مهم غړي دې ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل چې طالبان په خپل منځ کې په دې خبرې کوي چې د احتمالي سیاسي خبرو د پیلولو لپاره یوه ستراتیژۍ جوړه کړي.

 

ایکسپریس تریبیون د سولې خبرو ته د طالبانو لېوالتیا په اکتوبر میاشت کې پاکستان ته د طالبانو د قطر د دفتر د پلاوي له سفر سره بې ارتباطه نه بولي.

 

د ورځپاڼې له راپور سره سم، ځینو سرچینو وویل چې پاکستان طالبان هڅولي چې د حکمتیار د اسلامي حزب په شان د سولې خبرې پیل کړي.

 

د هند په امرتسر کې د اسیا زړه کنفرانس په اعلامیه کې هم د حکمتیار د اسلامي حزب او حکومت د سولې د موافقې ملاتړ شوی دی.

 

دې اعلامیې له ټولو طالبانو او نورو وسله والو ډلو غوښتي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې شروع کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.