سټولټنبرګ: افغانستان کې د ناټو حضور د سیمې ثبات لپاره ګټور دی

 

 

 

دآزادی راډیو

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور د سیمې د ثبات لپاره ګټور وباله.

 

ینس سټولټنبرګ په بلجیم کې دا خبره هم وکړه چې د ناټو ځواکونه د کډوالو د خپرېدو په مخنیوي کې هم مرستندویه دي.

 

سټولټنبرګ دا خبرې په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې کړې دي.

 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن د بلجیم په مرکز بروکسل کې پیلېږي.

 

د دې دوه ورځنۍ غونډې یوه مهمه موضوع په افغانستان کې امنیت او ثبات ده چې خبرې به پرې وشي.

 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې یوه ورځ مخکې لا په بروکسل کې وویل چې د غونډې په دوهمه ورځ به د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت له عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او په افغانستان کې د ناټو له جګپوړي ملکي استازي اسماعیل اراماز سره د افغانستان امنیتي وضعیت وارزوي.

 

 

“په افغانستان کې د ناټو حضور له ترورېزم سره زموږ د مبارزې پر اوږدمهالې ژمنې دلالت کوي او همداراز په افغانستان کې زموږ حضور د سیمې د ثبات او د مهاجرو او پناه غوښتونکو د خورېدو په مخنیوي کې مرسته کوي.”

 

سټولټنبرګ زیاته کړه چې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره به د کتنې پر مهال په ځانګړي ډول د افغان ځواکونو د ملاتړ او په افغانستان کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو پر بهیر خبرې وکړي.

 

د ناټو د عمومي منشي په وینا دا هر څه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

 

د افغانستان په اړه بحث کې به د چهارشنبې په ورځ د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو د استازو تر څنګ د هغو هېوادونو استازي برخه واخلي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري.

 

همداراز د اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو استازو ته په دې غونده کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

 

نن سې شنبه به په بلجیم کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ تر ډېره د ناټو او اروپایي ټولنې پر اړیکو، د ناټو تر پولو ورهاخوا د ثبات او اوکراین په اړه بحث وشي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.