مشرانو جرګه طالبانو سره د روسيې او ایران مرستو په اړه رباني ورغواړي

 

 

 

د آزادی راډیو

له وسله‎والو طالبانو سره د روسیې او ایران مرستو یو وار بیا د افغانستان د مشرانو جرګې اندیښني راوپارولې.

 

د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې په ورځ د یادې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې دغه مسئله باید د بهرنیو چارو وزارت له‎خوا په جدي ډول وڅېړل شي.

 

د ولسي جرګې مشر فضل هادې مسلمیار د دغې جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون ته دنده سپارلې چې د دغې موضع په اړه د نور وضاحت په خاطر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر یاد کمېسیون ته ور وغواړي.

 

“تېرو مجالسو کې هم داسې بحث شوی و ، د روسيې او ایران په اړه داسې شواهد پیدا شوي چې هغوی له طالبانو سره همکاري کوي، ما پخوا هم غوښتنه کړې وه، که په همدې اړه څه موجود وي، نو زموږ توصیه به د دغه کمېسیون د بهرنیو اړیکو کمېسیون ته دا وي چې په همدې اړه د بهرنیو چارو وزارت راوغواړي معلومات ترې وغواړي او تالار ته راپور وړاندې کړي.”

 

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه چې څه موده کېږي له وسله‎والو طالبانو سره د روسيې د مرستو په اړه خبرې کېږې او په خبره یې دغه مسئله د انديښنې وړ ده.

 

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې اساتازي ضمیرکابلوف د ترکي انادولو اژانس ته د وسله‎والو طالبانو سره د روسيې چارواکو د اړیکو په اړه څرګندونې کړي وې.

 

کابلوف ویلي و چې وسله‎وال طالبان د هغو کسانو په وړاندې جګړه کوي چې موږ په سوریه کې له هغې سره جنګېږو نو دا علت دی چې زموږ ګټې نېږدې کوي او په خبره یې وسله‎وال طالبان او روسیه یو شان لیدلورې د داعش په وړاندې لري.

 

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزارت په داسې مسائلو کې بې تفاوت نه‎دي پاتې شوي او وړاندې تر دې یې په همدې اړه له روسي چارواکو سره خبرې هم کړي.

 

د یاد وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز مشري فرامرز تمنا ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت منتظر دي چې د روسيې هېواد په همدې اړه نور توضیحات ورکړي.

 

“په هماغه ورځ د روسي چارواکو سره خبرې وشوې، ښکاره ده چې د سیمې هغه هېوادونه چې زموږ د سیاسي او امنیتي چارو په اړه کوم دریځ لري په هغه کې دوی بې تفاوته نه‎دي، د دغې موضوع د وضاحت لپاره باید له ډيپلوماټیکو لارو څخه کار واخېستل شي او دا موضوع د بهرنیو چارو وزارت په پام کې ده او موږ په انتظار یو چې په دې اړه د روسیې هېواد افغانستان ته لا ډېر معلومات وړاندې کړي.”

 

د مشرانو جرګې غړو همدا راز وویل چې روسیه په مستقیم ډول د تاجکستان له لوري له وسله‎والو طالبانو سره پوځي مرستې کوي او دغه مسئله د افغانستان لپاره خطرناکه ده.

 

تر دې وړاندې هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، د سیمې هغه هېوادونه چې د هغو ترورستې ډلو سره همکاري کوي چې افغانان وژني د سیمې لپاره خطرناک دي.

 

سباوون کاکړ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.