غني پاکستان ته وویل پیسې مه راکوئ ترهگر ختم کړئ

 

 

 

د امریکا غږ

ولسمشر غني وایي چې طالبان که په پاکستان کې ځای ونلري، یوه میاشت هم دوام نه شي کولی.

 

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د هند په امرتسر ښار کې د اسیا د زړه په کنفرانس کې پر پاکستان غږ وکړ چې د افغانستان سره د مالي مرستو پر ځای دې، پر خپل هیواد کې وسله والو یاغیانو پر ضد اقدامات وکړي.

 

افغانستان، د اسیا زړه په کنفرانس کې چې د هند د امرتسر په ښار کې ترسره شو، ولسمشر غني پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او د وینا ډېره برخه یې دېته ځانگړې شوې وه چې پاکستان باید څه وکړي.

 

ښاغلي غني وویل “پاکستان د افغانستان د بیا رغونې د پاره د پنځه سوه میلیون ډالرو د سخاوتمندانه مرستې ژمنه کړې ده. سرتاج عزیزه! په دې پیسو باندې د سخت دریځو مخه ونیسئ، ځکه چې له سولې پرته، که هرڅومره پیسې ډېرې وي، زموږ د خلکو اړتیا نه پوره کیږي.”

 

په کنفرانس کې د پاکستان استازیتوب، د نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز کوله او هغه وویل چې د افغانستان د خراب وضعیت پړه پر بل هیواد اچول، کومه گټه نه کوي.

 

ولسمشر غني د اسیا د زړه کنفرانس گډونوالو ته وویل چې تیر کال په ټوله نړۍ کې تر ټولو ډېر ملکي او نظامي خلک په افغانستان کې ووژل شول او استدلال یې وکړ چې وسله وال په گاونډیو هیوادونو کې پټنځایونه لري.

 

هغه وویل” ځینې هیوادونه اوس هم ترهگرو ډلو ته ځای ورکوي او یا یې ملاتړ کوي. څو ورځې د طالبانو یو جگپوړي غړي ویلي ملا رحمت الله کاکازاده ویلي و چې که هغوی په پاکستان کې ځای نه درلودلی، یوه میاشت یې هم مقاومت نه شوای کولی”.

 

څیړونکې وایي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ په دې خاطر کوي چې د خپل سرسخته دښمن هیواد هندوستان د نفوذ د زیاتیدو مخه ونیسي، چې درې جنگونه یې ورسره کړې دي. خو پاکستان دا خبره نه مني او وایي هغوی پخپله هم د پاکستاني طالبانو سره په جگړه بوخت دي، چې هغوی د افغانستان څخه عملیات کوي.

 

د طالبانو برسیره، اوس په افغانستان کې داعش هم بریدونه کوي چې په تیرو څو میاشتو کې یې څلور ځلې د افغانستان د شیعه گانو پر لویو غونډو کې خونړۍ چاودنې وکړې.

 

ولسمشر غني زیاته کړه چې ملگرو ملتونو دیرش ډاسې ترهگرې ډلې په گوته کړې ده چې هڅه کوي په افغانستان کې ځای پر ځای شي. غني زیاته کړه چې پر افغانستان یو نااعلان شوی جنگ تحمیل شوی دی او پاکستان ته یې یو بل وړاندیز وکړ:

 

اشرف غني ” موږ وړاندیز کوو چې یو نړیوال او یا اسیایي هیواد، هر یو چې د پاکستان خوښه وي، پر پوله باندې د ترهگرو تگ راتگ او عملیات وڅاري. موږ د یو بل د ملامتولو لوبه نه کوو، موږ دقیق تصدیق کول غواړو.”

 

دا په تیرو څو میاشتو کې پر پاکستان باندې د ولسمشر غني تر ټولو سختې نیوکې دي چې په هند کې یې وکړې. په عین حال کې هند هم له څو میاشتو راهیسي پر پاکستان باندې دیپلوماتیک فشارونه ډېر کړې دي چې د اسلام اباد په کشمیر کې د ترهگرو ملاتړ کوي.

 

نریندرا مودي د ترهگرۍ سره د جگړې په اړه وویل ” دا ژمنې باید په حقیقي اقداماتو بدلې شي. نه یوازی د ترهگرو ځواکونو پرخلاف، بلکې د هغوی د روزونکو، ملاتړ کوونکو، ځای ورکوونکو او د هغوی سره د مالي مرسته کوونکو پر ضد هم باید عملي گامونه واخیستل شي”.

 

پاکستان د افغانستان په څیر د هند تورونه هم ناسم بولي او وایي د کشمیر پر موضوع خبور اترو ته چمتو دي، خو هندي چارواکو ویلي دي چې د سرتاج عزیز سره د نهیڅ ډول خبور اترو پلان نلري.

 

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.