ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په اړه نوی زیرۍ

 

 

 

دآزادی راډی

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات هغه څه دي چې افغان حکومت او د انتخاباتو پخواني خپلواک کمېسیون یوازې نېټې ورته مشخصې کړي خو په جوړولو کې یې په وار- وار پاتې راغلي دي.

 

اوس د افغانستان د انتخاباتو نوی خپلواک کمېسیون چې د اصلاحاتو په ترڅ کې یې په کار پیل کړی، یو وار بیا په نېږدې راتلونکې کې د یادو انتخاباتو د جوړولو خبره کوي.

 

د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی خپل لومړیتوبونه مشخص کړي او ډېر ژر به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو جوړېدو برخه کې هېوادوالو ته زیرۍ ولري.

 

ښاغلي صیاد زیاته کړه:

 

“انشاالله ډېر ژر به موږ هېوادوالو ته زیرۍ ولرو، انتخابات به ډېر ژر راتلونکي کې ترسره شي، زموږ په لومړیتوبونو کې د حوزو بیا ارزونه او د کاندیدانو د لېستونو برابرول دي، همدارنګه د دارلانشا د کمېسیون لپاره به هغه بست اعلانوو او د وړو کسانو لېست به برابروو.”

 

 

ښاغلی صیاد وايي، دوی هڅه کوي څو هېواد کې د شفافو انتخاباتو لپاره يو ځانګړی مېکانېزم جوړ کړي او له دې لارې د انتخاباتو برخه کې د خلکو له لاسه ورکړی اعتماد بېرته خپل کړي.

 

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۴کال په پسرلي کې شوي وای، خو انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو د نه‌عملي کېدو په خاطر لا هم دغه انتخابات نه‌دي شوي.

 

د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره له نوېو کمېشنرانو څخه چې د غوراوي کمېټې له‎خوا تر یو لړ مراحلو وروسته د یو لېست په ترڅ کې ولسمشر ته پېژندلي وو، ولسمشر ۷ تنه د انتخاباتو او پنځه تنه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره انتخاب کړل.

 

نوېو کمېشنرانو تېره اوونۍ د ولسمشر پر وړاندې د لوړې مراسم ترسره کړل.

 

په ورته وخت کې د افغانستان ملي شورا هم په دې ټینګار کوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې دې ژر تر ژره ترسره شي.

 

خو د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ستونزمنه به وي چې په لنډه کې موده کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات تر سره شي.

 

“په دقیق ډول نېږدې راتلونکي کې به ستونزمنه وي چې د انتخاباتو لپاره دې نېټه مشخصه شي، د يوه تخنیکي نهاد په توګه، زموږه غوښتنه دا ده چې لومړی دې یو امنیتي اروزنه ترسره شي، په دغه بنسټ کې دننه دې په اساسي کارونو تمرکز وشي، څو دوی ډاډه شي چې کومه نېټه دوی ټاکي هغه يوه واقعي نېټه ده.”

 

ښاغلي ایوب‎زاده وايي، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړي د مهال‎وېش سره سم خپل کارونه پرمخ یوسي نو کولای شي چې د انتخاباتو لپاره شاوخوا درې میاشتې وروسته یوه نېټه مشخصه کړي.

 

خو دی ټینګار کوي چې په دې برخه کې د نړېوالو بنسټونو او ادارو مرستې ډېرې مهمې دي چې باید ترسره شي.

 

راپور: واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.