د افغانستان ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو ژوند او کارونو ته کتنه

 

 

 

 

منبع بی بی سی 

۱) رفیع الله بیدار په ننګرهار کې زېږېدلی او په قوم پشه یي دی. بیدار ۶۱ کلن دی او د دوکتورا تر کچې زده کړې لري.

هغه په ۱۳۶۷ کال کې له مسکو نه د تاریخ او بین المللي اړیکو په برخه کې دوکتورا اخستې ده او د ماسټرۍ تر کچې زده کړې یې هم په ۱۳۶۴ کال کې مسکو کې د سیاسي علومو په برخه کې بشپړې کړې دي او په ۱۳۵۴ کال کې کابل کې له پولتخنیک پوهنتون نه د لسانس په کچه فارغ شوی دی.

بیدار په پشه یي، فارسي، پښتو، روسي او انګلیسي ژبو خبرې کوي.

ښاغلی بیدار د افغانستان بشري حقونو کمیسیون کې دنده ترسره کړې او همداراز کابل پوهنتون کې استاد پاتې شوی.

۲) وسیمه بادغیسي په بادغیس کې زېږېدلې، ۳۵ کاله عمر لري او په قوم تاجیک ده. بادغیسي د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او خپله ماسټري یې له امریکا اخستې ده.

مېرمن بادغیسي د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت په پوهنتون کې اته کاله تدریس کړی.

۳) ملیحه حسن، ۴۴ کلنه او کابل کې زېږېدلې ده. هغه په قوم هزاره ده او د ماسټرۍ تر کچې یې زده کړې کړې دي.

نوموړې خپله ماسټري په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا له لاک هیفن پوهنتون نه د لیسانس سند یې د کابل پوهنتون له حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ترلاسه کړی دی.

ملیحه حسن له ۱۳۹۰ کال وروسته د دوو کلونو لپاره د افغانستان اداري اصلاحاتو کمیسیون غړې وه. له ۱۹۸۷ کال راهیسې د کابل پوهنتون په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

مېرمن حسن د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم کار کړی دی.

هغه وړاندې تردې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړې به توګه وټاکله شي، د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیاله وه.

۴) ګلاجان بدیع صیاد کابل کې زېږېدلی او په قوم پښتون دی. صیاد ۴۳ کلن دی او د دوکتورا تر کچې یې زده کړې کړې دي.

ښاغلی صیاد د ۱۳۸۹ کال راهیسې کابل کې د شرعیاتو پوهنځي کې استاد پاتې شوی، د کاروان خصوصي پوهنتون علمي مرستیال او استاد، د دعوت پوهنتون استاد او د افغانستان مرکزي بانک د شرعي بورډ غړي او د سولې مطالعاتو اسلامي مرکز رییس په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

هغه همداراز د پاکستان او مصر په پوهنتونونو کې تدریس کړی او د مصر په دولتي ټلویزیون کې د ویاند په توګه د کار مخینه هم لري.

نوموړی په پښتو، فارسي، انګلیسي، عربي او اردو ژبو خبرې کولی شي.

۵) نجیب الله احمدزی په پکتیا کې زېږېدلی دی، ۴۰ کاله عمر لري او په قوم پښتون دی. نوموړي د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي.

احمدزي په ۲۰۱۴ کال کې د سوداګرۍ مدیریت په برخه کې ماسټري په هند کې کړې ده او د لسانس زده کړې یې د سوداګرۍ مدیریت په برخه کې په پاکستان کې کړې دي.

نوموړي د کډوالۍ نړیوال سازمان کې د سلاکار په توګه او ځینو نورو خصوصي ادارو کې یې دنده ترسره کړې.

۶) معاذ الله دولتي، د غور اوسېدونکی او په قوم ایماق دی. نوموړی ۴۱ کلن دی او د تحصیل درجه یې تر ماسټرۍ ده.

ښاغلي دولتي په ۲۰۰۱ کال کې د کابل پوهنتون له حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي د لسانس په درجې فارغ شو او په ۲۰۱۱ کال کې یې د ایران له مشهد پوهنتون نه د ماسټرۍ سند واخیست.

ښاغلي دولتي د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په مختلفو پوسټونو کې دننه په هېواد او بهر کې دنده ترسره کړې ده.

نوموړی په فارسي، پښتو، عربي او انګلیسي ژبو خبرې کولی شي.

۷) عبدالقادر قریشي په قوم ازبک دی، ۳۹ کاله عمر لري او د لیسانس تر کچې یې زده کړې کړې دي.

نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې د کابل په خاتم النبین خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې بشپړې کړې او همداراز د لسانس درجه یې هم له همدې پوهنتون نه په ۲۰۱۱ کال کې ترلاسه کړې ده.

ښاغلي قرییشي د تدارکاتو د متخصص په توګه په مختلفو بنسټونو کې کار کړی دی.

نوموړی په ازبکي، فارسي، پښتو، انګلیسي او روسي ژبو خبرې کوي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو خپلواک کمیسیون غړي

۱) عبدالبصیر فایز د بدخشان اوسېدونکی او په قوم تاجیک دی. نوموړی ۴۴ کاله عمر لري او د زده کړو درجه یې ماسټري ده.

ښاغلي فایز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د غړي په توګه د ټاکل کېدو پرمهال د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) حقوقي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړي په ۱۳۷۵ کال کې له کابل پوهنتون نه د فقه او قانون په برخه کې د لیسانس په درجې فارغ شو او خپله ماسټري یې کابل کې د خاتم النبین له پوهنتون نه ترلاسه کړې ده.

ښاغلي فایز د افغانستان سترې محکمې په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.

۲) حمیرا حقمل، کابل کې زېږېدلې او په قوم پښتنه ده. ۴۸ کاله عمر لري او د لیسانس تر کچې یې زده کړې کړې دي.

نوموړې کابل کې د تابش، باختر او دعوت په خصوصي پوهنتونونو کې تدریس کړی دی.

مېرمن حقمل په ۱۹۹۰ کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغه ده.

هغې په بېلابېلو دولتي ادارو کې دنده ترسره کړې ده.

۳) علي رضا روحاني، په قوم هزاره دی. ۴۷ کاله عمر لري او د ماسټرۍ تر کچې یې زده کړې کړې دي.

نوموړي د افغانستان بشري حقونو کمیسیون د حقوقي سلاکار او کابل کې د ابن سینا خصوصي پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي روحاني د بشري حقونو په برخه کې ماسټري اخستې او تر لسانس پورې یې حقوق لوستي دي.

نوموړي د افغانستان د بېلابېلو قوانیو په تدوین کې رول درلودلی او په فارسي، پښتو، عربي او انګلیسي ژبو خبرې کوي.

۴) غلام دستګیر هدایت د میدان وردګو اوسېدونکی او په قوم پښتون دی. هدایت ۵۳ کلن دی او د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري.

نوموړي خپله ماسټري د حقوقو او جزا او جرم پېژندنې په برخه کې اخیستې ده. په ۱۳۷۰ کال کې د کابل پوهنتون له حقوقو او سیاسي علومي پوهنځي فارغ شوی دی.

ښاغلی هدایت له ۱۳۹۳ کال راهیسې تراوسه د عامه امنیت ضد جرمونو استیناف څارنوالۍ رییس و او همداراز یې له فساد سره د مبارزې عالي ادارې او د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون کې کار کړی دی.

۵) عبدالعزیز اریایي، بدخشان کې زېږېدلی او په قوم ازبک دی. ۳۸ کاله عمر لري او د لسانس تر کچې یې زده کړې کړې دي.

نوموړی له فساد سره د مبارزې په برخه کې او د سلاکار په توګه د افغانستان په مالیې وزارت کې کار کړی دی.

ښاغلي اریایي د اسلامی حقوقو په برخه کې خپله ماسټري د اسلام اباد له پوهنتون نه اخیستې ده او د لسانس زده کړې یې هم همدغه پوهنتون کې کړې دي.

اریایي په فارسي، پښتو، انګلیسي، عربي او اردو ژبو خبرې کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.