د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران د اقینې بندر پرانیزي

 

 

 

دآزادی راډیو

 

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران، محمد اشرف غني او قربانقلي بردي محمدوف نن د اقینې په بندر کې د مراسمو پر مهال د اسيا نړیواله رېل پټلۍ پرانیزي.

 

د افغانستان د جمهوري رياست مرستیال وياند شاه حسین مرتضوي زیاتوي چې په دغو مراسمو کې د دواړو هېوادونو نور لوړ رتبه چارواکي هم ګډون کوي.

 

“ټاکل شوې ده نن د افغانستان ولسمشر او ترکمنستان ولسمشر په حضور کې د اقينې رېل پټلۍ رسماً پرانیستل شي. د دې پټلۍ د پرانیستلو لپاره ټولې تيارۍ نيول شوي دي او له بېلابېلو برخو دغه پروګرام ته ګڼ شمېر مېلمانه رابلل شوي دي.”

 

ښاغلی مرتضوي زیاتوي چې افغانستان ته دغه د رېل پټلۍ ډېره مهمه ده او دا به افغانستان له اسيايي او اروپايي هېوادونو سره ونښلوي او افغانستان به نور پر کومه ټاکلې لار لکه تورخم يا بلې لارې پورې محدود پاتې نه‎شي او دا پټلۍ به د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزيټ په پراخولو کې ځانګړی مهم رول ولري.

 

د ماليې وزير اکليل حکيمي، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، په زېربناوو کې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار ډاکټر محمد همایون قيومي، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحيمي او د افغانستان د ملي امنيت شورا مرستيال فيض‎الله ذکي هم په دغو مراسمو کې ګډون کوي.

 

دغو مراسمو ته د بېلابېلو ولايتونو څخه هم ګڼ شمېر مېلمانه وربلل شوي دي.

 

لندن مېشت د اقتصادي چارو کارپوه وحيد نوشېر ازادي راډيو سره د اقينې بندر د رېل پټلۍ د اهميت په اړه وويل چې دا پټلۍ د پنځو هېوادونو تر منځ د لاجوردو لارې د موافقې برخه ده چې له مخې به‌يې افغانستان د ترکمنستان، اذربايجان، ګرجستان او ترکيې له لارې اروپا ته لاره ومومي.

 

ښاغلی نوشېر زیاته کړه:

 

“د یو اټکل له مخې، مخکې به افغانستان ته د ۱۰ څخه تر ۱۵ ورځو په اوږدو کې دغه مالونه رسېدل، خو د دې لارې له پرانیستې سره به امکان ولري چې دا موده له ۷ تر ۱۰ ورځو راکمه شي او لګښتونه به‌يې هم کم وي.”

 

 

ښاغلي نوشېر د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا پټلۍ به د پاکستان او ايران پر بندرونو د افغانستان اتکا څومره کمه کړي، وويل چې افغانستان سمندر ته لار نه‎لري نو له نورو هېوادونو سره چې هر څومره ډېر بندرونه ولري، د سوداګرۍ برخه کې به هغومره ګټور وي.

 

ټاکل شوې ده د اقينې بندر د رېل پټلۍ د پرانېستې د مراسمو ترڅنګ په دې بندر کې د افغان محصولاتو يو نندارتون هم جوړ شي.

 

د افغانستان او ترکمنستان د رېل دغه پټلۍ د افغانستان په خاوره کې ۳.۵ کېلو متره ده چې د ترکمنستان له‎خوا جوړه شوې ده او د ترکمنستان د اته مراد له سیمې د افغانستان د اقینې تر بندره رسېږي.

 

افغان چارواکو ويلي چې دا پټلۍ به د اسیا پراختيايي بانک په لګښت ۳۵ کېلو متره د فارياب ولايت تر اندخوی پورې وغځول شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.