دموردورځی په مناسبت ددوستۍ فرهنگی ټولني دمبارکی پیغام روزمادر رابه همه مادران قهرمان افغان مبارک باد دامورده چي په يولاس ځانگو اوبل جهان ځنگوي

 

 

۱۳۹۵ ل کال دغبرګولی ۲۳ مه

سويډن- مالمو

دموردورځی په مناسبت ددوستۍ فرهنگی ټولني دمبارکی پیغام

روزمادر رابه همه مادران قهرمان افغان  مبارک باد

دامورده چي په يولاس ځانگو اوبل جهان ځنگوي

 بسم الله الرحمن الرحيم

ودرنوخوينداوميندو!

تر هر څه وړاندي تاسو پتمنوميندواوخونيدو ته دمور دتاريخي ورځې له امله  دزړه له کومي مبارکی ،نيکي هېلي اودرناوی  وړاندې کوواوتاسوټولوباغيرته ميندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوو.

وياړ په تا اي غيرتی مور ې !

روز پر میمنت مادر ، این نماد مهربانی وعطوفت رابه  تمام مادران بزرګوار ورنجديده مهین  درسراسر ی جهان تبریک وتهنیت ګفته ارزو ی صحت ،سلا متی وبهروزي به همه مادرا ن عزیز تمنا داریم .

زموږ په هيوادکې دنهولسېزوراپدې خوا دجوزا(( ۲۴))  دمور ورځې  ته ځانگړې  سوې اوپدې ورځ په رسمی اوغير رسمی بڼه مورته  دمبارکیو په  ويلوسره  په ډاليو نازول کيږي  .ددې نېکمرغه ورځې په مناسبت  غو نډي جوړېږي اوپدې ورځ دمور دزيار اوزحمت اوددې ددرانه مقام په هکله خبري کيږي .

زموږپه هيوادکښي ترډيره بريده دمور ورځ په دولتی بڼه لمانځل کيږي،ځکه زموږ دولس غوځ اکثريت نالوستی دی،پدې خاطردنوري نړۍ پشان دموردورځي ياد اوپدې ورځ هغې ته ډالۍ ورکول يوازي په هغوکورنيوکښي تر سره کيږي  کومی چي دسوادنه برخمني وي اوپدې پوه وی چې بايد پدې ورځ  مورته ددې نېکمرغه ورځې له امله ډالی وړاندي اومبارکی وويل شي .

دبشري ټولنې تاريخی تکامل دبهير لاسته راغلي لاسونددونه ددې شاهدي ورکوي چي دبشريت دتکامل په مختلفو وختونوکي په مختلفو بڼو دمورمقام ته خاص درناوی سوی.

 په رسمي بڼه د(( ۱۰۹)) کالو راپدې خوادنړئ د ټولوهيوادونوپه کال هنداره کښي يوه ورځ  دموردورځی په نامه په نښه سوې،چې په هغه ورځ دځانگړومراسيموپه سرته رسولوسره دمورله زحمتونو اوتلاښونونه قدرداني او يادونه کيږي .

په افغانستان کې له ۱۹۹۲ کال نه تر ۲۰۰۱ کال پوري دموردورځی نوم چاپرخوله نشو راوړاي اوزموږ دهيوادله کال هنداري نه دمور ورځ پاکه سول . دطالبانو درژيم تر  نسکورېدوورسته دوباره دهيوادپه کالهنداره کښي دموردورځې ياد تازه سو. متاسفانه  زموږ دهيواد دتاريخ په اوږدوکي  دولتي مشرتابه  تل داسي تبليغ کړی چې گواکې ښځوته حق ورکړل سوئ اوددې پروسې پياوړتياته ځانگړې پاملرنه کيږي .ولي  متاسفانه په حقيقت کښي تراوسه لا دکليمې په واقعی مفهوم زموږ دهيوادښځو ته دهيوادپه سياسي،اقتصادي،اجتماعي اوفرهنگي ژوندکي دفعال او برابرگډون امکانات ندي برابرسوی .

په ټولنيز ژوندکښي دښځودفعال گډون په وړاندي دهمدې دولتي چارواکو اوزورواکانو لخواپه يوه اوبل نوم  تور اوتاريک پاټکونه جوړېږي .غواړی چې زموږ خويندي اوميندي دمنځنيوپېړيو په ددوله هرڅه نه محرومي اوشاته پاته ژوندولري .

رښتياخوداده چې زموږ ميندي اوخويندي ترهرچازيات په ډيروبدواوزړه بوږنوونکو شرايطو کي ژوندکوي له هغوي نه خوښی او ارام ژونددقدرت پرسردجگړودوام اخيستې .همدې لعنتی جگړې له دې غيرتي مورنه دژوند ملگری،لور اوزوي دکورنۍ نوروخپلوانو  ژوندترېنه اخيستۍ .

په دې تېرودريولسيزوکي داسي ورځ نه ده تيره سوې چې دافغاني مورچېغه دې آسمان ته نه وی پورته سوې

هره ورځ په لسهاووافغاني ميندي دخپل زړه دټوټې زنې تړې .

بدبختی خوداده چې  له يوې خوا ئې ددولت مخالفين داسلام ددفاع په نوم په ځان وژونکوواسکټونواوياددوي له کورونوڅخه دددولتي پوځ پر وړاندي دسپر له امله دژوندنه محروموی اودبلې خوائې بيا په خوله ددموکراسي پلويان په يوه اوبله بڼه دژوند نه محروموی  دهيواد په مختليفو سميو کي دښځو سنگسارول يوه عادي بڼه اخيستې ،خودې کار افغانان په ټوله نړۍ وحشی قوم اوټبرمعرفی کړی  .

همدااوسني دولتی چارواکي چي دښځودحقوقواوازاديوساتلوپه وړاندي ځان  ژمن بولي،بياهم دافغاني ښځوپه وړاندي  زورزياتی،پرپېغلواو وړوماشومانوجنسی تېری،دوسله والوکسانولخواپه زور ودونه اوپه بدوکې دښځواو پېغلو ورکول،له ښوونځيودماشوموانجونوراگرځول ،د شاگردانومسمومېدل،دکارپه ځاي کښي دښځوتوهين زموږ دغيرتی ميندواوخويندوژونداوعزت له جدي گواښ سره مخامخ کړی دی.

زموږ دولس دکورنيو اوبهرنيو دښمنانوپه لمسون زموږ دهيوادغوڅ اکثريت انجونې اوښځې دتعليم،تحصيل اونارينه سره دگډ اوبرابرکاردحق اوحتادسرنويشت دټاکلو،خپلي ارادې اوعقيدي دبيانولوڅخه محرومي ساتل سوی دي .

زموږ په عقيده يوازي جشنونه ،په پارلمان اوڅودولتي اداروکې په سمبوليکه بڼه ښځو ته دمحدوي ونډې ورکول دهيواددنيم نفوس هيڅ درد نشي دواکولای .

دولتی مشرتابه  بايد په اساسي،مدنی اوجزا قانون کې دبنيادې تغيراتوپه راوستو سره د ښځو خرڅول ،دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول بي دهغي له خوښي نه تر لاسه کول،په بديوکې دښځي اوانجلۍ ورکول، پر ښځوفردي اويا ډله ايز جنسي تيرۍ،دښځوجسمي ، رواني ازار،سنگسار،تيرباران،اعدام اوپه دورو وهل ،په زور اوجبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول اوداسي نورو نارواکړنې ، چي په هغوکښې دښځوانساني کرامت اومقام ته سپکاوی کيږي منع اوغير قانونی اعلان  کړی .

ښځو ته دهيواد په ټولو دولتي اوغير دولتي ادارو او مؤسسو کي دنارينه و سره دگډکارحق ، په مرکز او ولاياتوکي دمور اوماشوم دحمايې په منظور ځانگړي ادارې او په ټول افغانستان کي د امکان تر بريده وړکتونونه اوماشومانو ته دشيدو ورکولوخوني جوړ ي سي .

زموږ په عقيده  دافغانستان ملي شخصيتونه،سياسي اوټولنيز سازمانونه ،مدني ټولنې که  په رښتيا سره ځانونه  دغوربړېدلو اوزوکلېدلو خويندو اوميندوته ژمن بولي،بايددبنسټپالواډيالوژيگانو،طرحو او نظريو او ښځو سره  په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکي کړنو پرخلاف  ملي مبارزه غښتلې کړي ترڅوزموږ دعزتمنې  ميندي اوخويندي ددوي له ظلم اوستم نه نجات ومومي . اودويته ديوې باشرفه، سپيڅلي،افغاني او مسلماني مور اوخور په توگه دنارينه ووسره يوځاي اوږه په اوږه دهيواد په بيا جوړونه  کښي دفعا ل گډون زمينه برابره شي .

دمورعزت دځان ،وطن ،ناموس اوتاريخ عزت دی ،راسئ دا عزت په گډه وساتو،درناوی ئې وکړواوددوي دخوښيواو ښېرازيو لپاره هر ډول امکانات برابرکړو .

پدې هيله چي يوه ورځ  زموږ غيرتي خويندي اوميندي دسوکاله،بسيااوپتمن ژوند په ترلاسه کېدوسره دخپل هيوادپه جوړونه اودسالموماشومانوپه روزنه کي دفعالې ونډې امکانات پيداکړي .ومن الله التوفيق

ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب  حبيب لله غمخور

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.