واوره خورکۍ فرخندې !

 

 

شاعر : یاقوت

واوره خورکۍ فرخندې ! 

ستا له حجاب ،

ستا له حیا نه قربان

ستا له زاریو ،

له ژړا  نه قربان

ستا پر پاک مخ ،

د تودو  وینو ویالې ،

ما ولیدې چي لکه رود بهیدې

څو کرغیړن لاسونو ،

یو څو بد رنګ مخونو

چا د جنت ټیکه دار ،

چا د دوږخ پیره دار ،

بر تا وارونه کول .

هر چا پخپله خوښه ،

سخت ګوزارونه کول .

چا د تکفیر فتواګر ،

بس تهمتونه کول .

بیا می د سوزنده اور

سوي لمبې ولیدې

ستا د تن پاکي غوښی

لکه کباب سوزیدې

ما د وحشت پر ډګر ،

د جهالت پر میدان ،

ستا له الوتي روح نه ،

د نور شغلې ولیدې .

     ********

واوره خورکۍ فرخندې !

چي د قرآن په مینه ،

وې سپلنۍ فرخندې .

ته به یادیږې له ایمانه سره

خیر دی که ولاړې له ارمانه سره

خو ،

یوه ورځ به داسي راسي

فتواګر به دی رسوا سی

دا لښکر د قاتلانو ،

دا بچیان د ابلیسانو

د قرآن تر نامه لاندي

د اسلام د دښمنانو

دا ارواح د خبیثانو

دا په وینو سره لاسونه

کرغیړن او تور مخونه

دا ناپاک چټل فکرونه

په فتوا د شرعیت به

د پاک رب په عدالت به

و سنګسار ته ودریږي

ستا به روح پرې ارامیږي

ها سوټیان ، هغه ډبري

چي پر تا یې اورولې

دا به ټوله سر پر سر سي

او پر دوی به راګوزار سي

په سرو وینو کي به رغړي

دا پردۍ پردۍ ککري

له دې کلي نه به ووځي

د « دُجال » دغه لښکري

******          

د یو بلي فرخندې نه

به بیا نه توئیږی وینه

ته یې ګوره ته یې وینه

دا به ورانه سي له سره

د نفرت او کرکي خونه

د اسلام کورته به راسي

هغه تللې ورکه مینه 

 

        یاقوت  ـ  ۲۳ / ۳ / ۲۰۱۵

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.