جنرال دوستم: په راتلونکو ورځو کې به د دولت په زرګونه مخالفین له موږ سره یوځای شي

 

 

 

د ولسمشر لومړی مرسیتال جنرال عبدالرشید وايي چې په ۲۰ ورځو کې به د دولت ځوان وسله وال مخالفین د هېواد په شمال کې د سولې له بهیر سره به یوځاي شي.

 

هغه چې د هېواد په شمال کې د وسله والو مخالفینو د تصفیې لپاره تللی وه وايي چې د سولې له بهیر سره د وسله والو مخالفینو د یو ځای کېدو لپاره جدي هڅې پیل کړي دي.

 

د ولسمشر لومړی مرستیال د سولې له بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو د هڅو په موخه څو ورځې مخکې د جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو ته تللی وه.

 

په نظر رسي چې دغو هڅو پایله درلوده او د جوزجان ولایت د درزآب والسوالۍ کې د طالبانو یو ۲۰۰ کسیزه وسله واله ډله د مولوي نعمت الله په قومندانۍ د سولې له بهیر سره یوځای شوه.

 

د ولسمشر لومړي مرستیال د وسله والو طالبانو قومندان چې اوس د سولې له بهیر سره یوځای شوی دی په غېږ کې ونیو او څرګنده یې کړه:” راځی چې یو آزمايښ وکړو چې آیا موږ او تاسې د خپل له وطن څخه دفاع کولای شوو؟ هوکې موږ کولای شو دمګړۍ له تاسو څخه پیل شوه.”

 

هغه زیاته کړه: ” زه ډاډ ورکړم چې تر ۲۰ ورځو به د دولت په زرګونه ځوان مخالفین له دولت سره یوځای شي او د خپل له وطن څخه دفاع کوي.”

 

په همدې حال کې د جوزجان ولایت د پولیسو قومندان د درزآب او قوش تيپه ولسوالیو کې د دغو کسانو یوځای کېدل د سولې له بهیر سره د امنیت لپاره اغېزناک بولي او وايي چې په تېرو کې دغو طالبانو په دغو سیمو کې ترهګریز عملیات تر سره کول.

 

د جوزجان د پولیسو قومندان جنرال فقیر محمد جوزجاني څرګنده کړه: ” مولوي نعمت هغه کس دی چې په تېرمهال کې د طالبانو له خوا د جوزجان نومول شوی والي وو او دهغه او د کسانو یوځای کېدل یې پر امنیت مثبتي اغېزې لري.”

 

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې پراخ عملیات د وسله والو مخالفینو د پاکارۍ لپاره د دغو ولایتونو زیان منو سیمو کې په لاره اچول شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.