نن د پاکستان او افغانستان د پارلمان د غړيو ترمنځ د خبرو دویمه ورځ ده

 

د آزادی راډیو

10.10.1393

 

د پاکستان او افغانستان د پارلمان د غړيو ترمنځ پرون خبرې پيل شوې.

 

دا کنفرانس د افغانستان د مشرانو او ولسي جرګې د دفاعي کميټې او د پاکستان د سنا د افغانستان لپاره د ملګريتوب د ډلې لخوا جوړ شوی دی. په دې غونډه کې د پاکستان د پارلمان د غړيو سره سره، د دې هېواد د صدراعظم د ملي امنيت سلاکار، سرتاج عزيز هم برخه اخيستې وه.

 

د پاکستان په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني پارلمان د غړيو ترمنځ د دواړو هېوادونو د روابطو د ښه کولو په مقصد يو کنفرانس جوړ شوی دی.پرون د دې کنفرانس لومړۍ ورځ وه.

 

په دې کنفرانس کې له افغان لوري، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دفاعي کميټې شل کسيزه پلاوی برخه اخلي.

 

په دې کنفرانس کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دفاعي کميټې د غړيو سره-سره نورې هغې ډلې هم برخه اخلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو روابطو د ودې لپاره کارکوي.

 

دغه پلاوی د يکشنبې په ورځ له افغانستانه، پاکستان ته رسېدلی دی. د کنفرانس ګډونوال به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روابطو د ښه کولو په اړه خبرې کوي.

 

پاکستانی سناتور، افراسياب خټک ازادۍ راډيوته په دې اړه وويل چې د کنفرانس لومړې ورځ ډېرپه برياليتوب پای ته ورسېده.

 

دی وايي په دې کنفرانس کې ډېرې ګټورې خبرې وشوې.

 

د ښاغلي خټک په وينا، د کنفرانس ګډونوالو زياته کړه چې بايد په اخلاص، ازاده او واضح توګه له یو بل سره خبرې وکړو.

 

د ښاغلي خټک په وينا، د پاکستان او افغانستان دواړو خواوو پر دې موافقه وکړه چې پخوا چې کومې اشتباوې شوي دي، هغه بايد په راتلونکي کې تکرار نشي.

 

څېړونکي وايي چې له ډېره وخته د پاکستان او افغانستان ترمنځ روابط په عمومي توګه پر بې اعتمادۍ ولاړ دي.

 

افغانستان پر پاکستان تورونه لګولي چې دغه هېواد نه یوازې د افغان طالبانو او حقاني شبکې ملاتړکوي ترڅو په افغانستان کې تروريستي حملې وکړي، بلکه په خپل هېواد کې يې حقاني شبکې او افغان طالبانو ته خوندي ځايونه هم ورکړي دي.

 

بله خوا د پاکستان صدراعظم نوازشريف ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات د ټنګولو پلوي کوي.

 

د څېړونکو په وينا، له افغانستان سره ښه روابط، د اقتصادي او امنيتي له حاظه د پاکستان په خپله ګټه دي.

 

د پاکستان او افغانستان د ښو روابطو په اړه هغه وخت هيلې زياتې شوې چې د افغانستان نوی ولسمشرمحمد اشرف غني پاکستان ته ولاړ او هلته يې د دې هیواد د صدراعظم، د پوځ له مشر او سياسي ډلو له مشرانو سره وکتل.

 

دا به له وخت سره څرګنديږي چې داسې کنفرانسوبه د افغانستان او پاکستان د روابطو د ښو کولو په لړکې څومره ګټور ګام وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.